د لاس رسي وړ اتصالات

د کړکیچ نړیواله ډله: پاکستان باید وهڅول شي چې افغان کډوال ونه شړي


د کړکیچ نړیواله ډله وايي چې د کابل اسلام اباد د خرابو اړیکو بد اغیز په افغان کډوالو دی
د کړکیچ نړیواله ډله وايي چې د کابل اسلام اباد د خرابو اړیکو بد اغیز په افغان کډوالو دی

د کړکیچ نړیوالې ډلې د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۲ (جوزا دویمه) له اروپایي ټولنې څخه وغوښتل چې پاکستان وهڅوي افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته ونه شړي.

د کړکیچ نړیوالې ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي دي د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه باید پاکستان وهڅوي «چې د جبري عدم اخراج اصولو او نړیوال بشري قانون ته د خپلو ژمنو درناوی وکړي او پرته له دې چې د افغان کډوالو حقوقي وضعیت ته وګوري، د کډوالو جبري شړل» بند کړي.

د کړکیچ نړیواله ډله وايي چې د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې میلیونونه افغانانو کډوال شته، په پاکستان کې هم له کډوالو سره مرستې کوي او باید په دې برخې کې هم له پاکستان څخه دا غوښتنه وکړي چې افغان کډوال په زوره و نه شړي.

راپورونه وایي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان د حکومت ترمنځ د امنیتي مسائیلو له کبله د اړیکو خرابوالي د کډوالو په وضعیت بد اغیز کړی دی. پاکستاني چارواکي په هغه هېواد کې د ناامنیو په یو شمېر پېښو کې پاکستاني طالبان دخېل بولي او ادعا کوي، چې هغوی په افغانستان کې خوندي ځایونه لري، خو افغان طالبان دا ادعا ردوي.

د کړکیچ نړیواله ډله وايي چې د کابل او اسلام ترمنځ د خرابو اړیکو بد اغیز په افغان کډوالو دی، چې پاکستان یې په زوره شړي.

دغه ډله وايي چې افغانستان وار د مخه په بشري بحران کې ګېر دی او د دغو کډوالو جبري شړل به هلته بشري وضعیت نور هم خراب کړي.

په ۲۰۲۳ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته سلګونه زره افغانان، چې په کې د مخکني حکومت پوځي او ملکي کارکوونکي، خبریالان، مدني فعالان او نور شامل دي، ایران او پاکستان ته کډوال شول، د دوی اکثریت ادعا کوي، که بېرته افغانستان ته وشړل شي، ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي.

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال د ۳.۸ او ۴.۴ میلیون ترمنځ افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي، قانوني اسناد لرونکي او نه لرونکي دواړه په کې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي تېره میاشت ۲۵۰۰۰۰ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې په دوی کې یې ۹۶۰۰۰ یې په زوره شړل شوي.

ملګري ملتونه وايي چې له ۲۰۲۳ کال څخه راهېسې څه باندې ۳.۵ میلیون افغانان خپله هېواد ته ستانه شوي او دا شمېر په زیاتېدو دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG