د لاس رسي وړ اتصالات

سره صلیب کمیټه: بیکارۍ په افغانستان کې بشري بحران لا پراخه کړی


د سره صلیب نړیواله کمیټه (ICRC) وايي، چې بیکارۍ په افغانستان کې بشري بحران لا پراخه کړی، چې له امله یې د نورو پرتله معلولیت لرونکي وګړي ډیر زیانمن شوي دي.

دغې کمیټې د چهارشنبې د ورځې ناوخته جون ۱۴(جوزا ۲۴) په راپور کې ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې په افغانستان کې د بیکارانو شمیر ډیر زیات شوی دی. د سره صلیب نړیوالې کمیټې په دې راپور کې د بیکارانو د شمیر په اړه معلومات نه دي ورکړي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د اقتصادي بندیزونو او د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته مرستو رسونې د انکشافي سازمانونو وتلو له امله، کارګرانو ته په ځانګړي ډول هغوی، چې د ورځې په مزد کار کوي د افغانستان په لویو ښارونو کې د کار فرصتونه خورا کم شوي او د کار موندل یې خورا زیات سخت کړي دي".

"آی سي ار سي" د ملګروملتونو د د راپور پر اساس ویلي، چې په افغانستان کې نږدې ۲۰ میلیونه وګړي (د نفوس ۴۴ فیصده) کافي خواړه نلري او اټکل یې کړی، چې ۳۴ میلیونه (۷۹ فیصده وګړي) په لوږه کې ژوند کوي.

دمخه د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یو راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې په اوسط ډول یوه کورنۍ د خپل عاید ۹۱ فیصده د خوړو په برابرولو مصرفوي.

ددغې ادارې د معلوماتو پر اساس د کورنیو کم عاید ددې سبب شوی، چې ډیرې کورنۍ خپل خوراکي توکي د یو پلان له مخې مصرف کړي ترڅو د ډیرو ورځو لپاره خواړه ولري.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په افغانستان کې د بشري بحران پراختیدو ته په کتنې ویلي، چې په دغه هیواد کې د اساسي پروژو، چې اوس مهال بندې شوې بیا پیلیدو او هم په ټول افغانستان کې په زیربناو کې د دولتونو پانګونې په ګډون د اوږدې مودې حل لارو موندلو ته اړتیا ده.

په دې راپور کې ویل شوي: "د سره صلیب نړیواله کمیټه هر هغه پریکړه، چې په دې سختو اقصادي شرایطو کې افغان کورنیو د ژوند د تیرولو ښه امکاناتو د برابرولو سبب ګرځي هرکلی کوي او د نړیوالې ټولنې غواړي، چې په افغانستان کې له سره پانګونه پیل کړي ترڅو د وضعیت د لا خرابیدو مخه ونیول شي".

د خوندیتوب د شبکې رامنځ ته کول

په افغانستان کې د بشري بحران په زیاتیدو د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، چې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره یې د مالي ملاتړ د برابرولو په برخه کې د خوندیتوب یوه شبکه جوړه کړې ده.

دا پروګرام هغه معلولیت لرونکي وګړي، چې خپلو کورنیو ته روزي ګټي او د ژوند د تیرولو لپاره بله هیڅ وسیله نلري تر پوښښ لاندې نیسي. د سره صلیب د کمیټې د شمیرو له مخې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ او مارچ د میاشتو ترمنځ ۳۸۶۲ د معلولیت لرونکو وګړو کورنیو سره ددغه پروګرام له لارې د معلولینو د فزیکي توانمندۍ د شپږو مرکزونو له لارې د نغدو پیسو مرسته شوې ده.

په دې راپور کې ویل شوي: "هغه کسان چې د خوندیتوب په شبکه کې ورته ځای ورکړل شوی په جلا ډول د سره صلیب د کمیټې د کارکوونکو له خوا د کورنیو څخه د لیدنې په ترڅ کې ارزول کیږي، ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي، چې د پیسو د مرستې د ترلاسه کولو لپاره د اړتیا وړ معیارونه پوره کوي".

اسلام الدین، چې دواړه پښې او ښی لاس یې له لاسه ورکړی، پنځه بچیان لري هغه خپل ژوند ډیر زیات ستونزمن تعریفوي.

هغه د سره صلیب کمیټې ته ویلي: "زه د غرونو څخه بوټې راټولوم او د یو څه غوړو سره یې پخوم ترڅو ماشومانو ته مې خواړه برابر کړم. زما بې وسي او د بچیانو لوږه دوه شیان دي چې تر ټولو زیات مې زوروي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" ویلي،چې افغانستان کې روان بشري بحران معلولیت لرونکي کسان په ډیر غیر متناسب ډول زیانمن کړي او هغوی په عاجل ډول بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا ویلي، چې په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې ۲.۴ میلیون کسان له معلولیت سره ژوند کوي. د مرستو رسونې ادارې پلان لري، چې ددغه شمیر دوه میلونو کسانو سره یې مرستې وکړي.

افغانستان کې اوږدې جګړې، طبیعي پیښو، اقتصادي ستونزو او لوږې په دغه هیواد کې د اوسیدونکو ژوند د ډیرو کړاونو سره مخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG