د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغاناتو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده


د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" وايي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره شاوخوا ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۵ (جوزا څلورم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې مختلف ټکانونه د روغتیا په برخه کې د دغې اړتیا سبب شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ټینګار کړی، چې د ژوند د ژغورنې روغتیايي خدمتونو په برخه کې نه پانګونه به افغانستان کې د ډیرو اړو کسانو ترمنځ د مړینو د شمیر او د ناروغیو د زیاتیدو سبب شي.

اوچا ویلی:" په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۵.۶ میلیونو خلکو ته د اړینو روغتیايي خدمتونو د برابرولو لپاره ۴۴۹.۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده".

د ملګرو ملتونو د یو اټکل له مخې افغانستان کې په روان کال کې بشري روغتیايي خدمتونو ته د اړو افغانانو شمیر ۱۷.۶ میلیونو کسانو ته رسیږي.

ددې دمخه د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او ویلي و، چې افغانستان په اسیا کې د هرو سل زرو زیږیدونو پر مهال د ۶۳۸ تنو میندو د مړینې له امله لومړی هیواد دی.

ددې سربیره د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" ویلي، چې سږکال په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر به ۲.۳ میلیونو ته ورسیږي. دغې ادارې ویلي، چې همدا اوس ۸۷۵ زره ماشومان په دغه هیواد کې د سختې خوارځواکۍ څه کړیږي. " یونیسف" د معلوماتو له مخې سږکال ۸۴۰ زره امیدوارې او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندې ممکن په خوارځواکۍ اخته شي.

په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا هیواد د سخت اقتصادي بحران سره مخ شوی، چې د ژوند د نورو برخو ترڅنګ یې ددغه هیواد په روغتیايي سکټور هم ناسمه اغیز کړې ده.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د اپریل په اوم کابل کې د روغتیا د نړیوالې ورځې د لمانځلو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي و، چې په لیرې پرتو سیمو کې د نوو روغتیايي مرکزونو جوړیدل، د خوړو د سکټور پیاوړي کیدل، د روغتیايی کارکوونکو د کاري وړتیاو زیاتیدل او افغانستان کې د طبي او تشخیصي معیاري وسایلو ترلاسه کول د ددغه هیواد د روغیتايي سکټور اساسی اړتیاوې دي.

افغانستان سره د اروپايي ټولنې مرستې

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي، چې د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۴ (جوزا درییم) ددغې ټولنې له خوا نږدې سل ټنه درملو او طبي توکي بشري مرستو یوه جوپه کابل ته رسیدلې ده. اروپايي ټولنې دفتر د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د دغې ټولنې کارګو الوتنې په افغانستان کې په دوامدار ډول د مرستو د رسیدلو په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره خورا مهمې دي.

ددغو مرستو وړاندې هم اروپايي ټولنې په افغانستان کې د روغتیا سکټور د پیاوړي کولو لپاره افغانانو سره مرستې کړي دي.

اروپايي ټولنې د مارچ میاشتې پر ۲۹مه ویلي و چې ۱۰۰ ټنه درمل او روغتیايي توکي یې "هوايي پل" له لارې کابل ته انتقال کړي دي.

دغې ټولنې له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام په اړه ډاډ ورکړی و. او ویلي یې و چې دغه مرستې په افغانستان کې د روغتیايي نړیوال سازمان ته سپارل کیږي.

XS
SM
MD
LG