د لاس رسي وړ اتصالات

پارلماني ټاکنو کې د کاندیدانو د لګښت اندازه وټاکل شوه


ټاکل شوې شوې د تلې په شپږمه په افغانستان کې د ولسي جرګې د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ پیل شي
ټاکل شوې شوې د تلې په شپږمه په افغانستان کې د ولسي جرګې د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ پیل شي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن د چهارشنبې په ورځ ( تلې ۴مه) د ولسی جرګې راروانو ټاکنو کې نوماندانو له خوا پر ټاکنیزو سیالیو د پیسو د مصرف کچه اعلان کړه، چې د ولایتونو پراختیا ته په پاملرنې هر ولایت کې دا اندازه د بل ولایت د مصرف سره توپیر لري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې د ټاکنو د قانون د ۷۷ مادې له مخې په ولایتونو کې په ټاکنیزو سیالیو کې د نوماندانو د پیسو د مصرف حد د رایې ورکوونکو ، مساحت او د ټاکنیزې حوزې د جغر افیوي موقعیت پر اساس ټاکل کیږي.

ښاغلي هاشمی وویل " تر ټولو کم مصرف د لوګر په ولایت کې د اتو سوو زرو افغانیو څخه نیولې تر ۹۲۰ زرو افغانیو پورې دی او په کابل ولایت کې تر ټولو لوړ مصارف د دوه میلیونه او درې سوه زره افغانیو څخه تر دوه میلیونه او ۶۵۴ سوه زره افغانیو پورې دي".

په افغانستان کې د ولسی جرګې د راروانو ټاکنو لپاره د تلې د شپږمې ورځې څخه د تلې تر ۲۵ مې ورځې پورې موده په پام کې نیول شوې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې د نوماندانو د وروستي لیست له مخې د تلې د ۲۸ مې ورځې په ټاکنو کې له ۲۵۰۰ څخه زیات نوماندان، چې ۴۱۷ یې ښځې دي ځانونه کاندید کړي دي.

د ټاکنو د قانون د ۷۷ مادې پر اساس نوماندان باید د خپلو پیسو د ترلاسه کولو، د ټاکنیزو سیالیو د حد او مصرف په اړه د ټاکنو کمیسیون ته دقیق معلومات وړاندې کړي.

په افغانستان کې د امنیتي اندیښنو له امله اکثره نوماندان دا ګڼي، چې راروانې ټاکنیزې سیالۍ به اسانې نه وي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تول کاندیدان دې ته "مکلف" کړي، چې په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنیزو سیالیو لپاره د غونډو د جوړیدلو د امنیت د ټینګیدو لپاره په کابل او ولایتونو کې د دغه کمیسیون دفترونو ته له وړاندې خبر ورکړي.

XS
SM
MD
LG