د لاس رسي وړ اتصالات

صیاد: ممکن پارلماني ټاکنې د یوې میاشتې په ځنډ ترسره شي


 د ټاکنو کمیسیون د راتلوونکي کال ۱۳۹۷ د چنګاښ شپاړسمه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره ټاکلې ده.
د ټاکنو کمیسیون د راتلوونکي کال ۱۳۹۷ د چنګاښ شپاړسمه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره ټاکلې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوی رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي، چې که څه هم د ټاکنوکمیسیون هڅه کوي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د چنګاښ په شپاړسمه ورځ ترسره شي، خو ښاغلی صیاد د دغو ټاکنولپاره د چمتوالي په هڅو کې د ځنډ له امله د ټاکنو په نیټه د بیا غور احتمال هم نه ردوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې که چیرې د ټاکنو د ځند اړتیا پیښه شي، نو د نوې نیټې په اړه پریکړه به د ټاکنو په بهیر کې د ټولو شاملو اړخونو په سلا مشوره وشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوی رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد، د ټاکنو احتمالي ځند یوه میاشت پورې یاد کړ، خو ټینګار یې وکړ چې اوس هم د دې امکان شته چې د ولسي جرګې او ولسوالیو راروانې ټاکنې د چنګاښ په شپاړسمه ترسره شي.

ښاغلي صیاد وویل" مونږ خپله ټوله هڅه کوو چې د کارکوونکو د شمیر په زیاتیدو خپل پروګرامونه چټک کړو، دا ما ویلي وو، چې احتمال لري، که احتمالآ مونږ ونه شو کړی، ممکن یوه میاشت هغه هم چې زمونږد ټاکنو د شریکانو مشوره واخیستل شي، د ټاکنو نیټې باندې به له سره غور وشي او وروسته د بشپړو پلټنو او ارزونو څخه یو دقیقه نیټه اوسي، خو تراوسه په دې اړه کومه پریکړه نه د ه شوې".

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس وویل، چې د دغه کمیسیون د پخواني رئیس له کار څخه ګوښه کول، د ټاکنو د کمشنر تشې څوکۍ لپاره د نوي غړي ټاکل اود ټاکنو د کمیسیون د نوي پلاوي ټاکلو ډیر وخت واخیست، چې ورسره د کمیسیون یو لړ اداري او د ټاکنو لپاره د چمتوالي د کارونو د ځنډ سبب شوی دی.

ښاغلی صیاد د چهارشنبې په ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رئیس په توګه د دغه کمیسیون د کمشنرانو له خوا د نوي رئیس په توګه وټکل شو.

دمخه هغه د دغه کمیسیون د کمشنر او ویاند په توګه دنده ترسره کوله.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلوونکي کال ۱۳۹۷ د چنګاښ شپاړسمه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره ټاکلې ده.

که څه هم تراوسه لا د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره نوې نیټه نه ده ټاکل شوې او د ټاکنو کمیسیون لا هم په دې ټینګار کوي، چې د کارکوونکو د شمیر په زیاتیدو په دغې ټاکلې نیټه ټاکنې ترسره کیدای شي، خو د ټاکنو د څار ادارې دا ګڼي چې تراوسه د راروانو ټاکنو لپاره د چمتوالی هڅې پیل شوي نه دي.

د ټيفا په نوم د شفافو او عادلانه ټاکنو د څار د ادارې رئیس محمد نعیم ایوبزاده امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغې ادارې پلټنې ښيي، چې اصلآ د ټاکنو لپاره د چمتوالي هڅې پیل شوي نه دي.

ښاغلي ایوبزاده وویل " مونږ له دې هم اندیښنه لرو چې د ټاکنو ځنډیدل ممکن یو ګواښ وي او حتی چې بل کال ته هم ټاکنې ترسره نه شي ".

د ټیفا رئیس وویل، د یوې میاشتې ځنډ کومه خبره نه ده خو د دوی ازرونې ښيي، چې اصلآ د ټاکنو لپاره چمتوالی نه دی نیول شوی او دې اندیښنه لري چې ممکن په ۱۳۹۷ کې ټاکنې ترسره نه شي.

د ټاکنو د بهیر د اصلاحاتو په لړ کې د ټاکنو وړاندې د رایې ورکوونکو د نومونو د لیست ترتیبول هم شامل دي، که څه هم د ټاکنو کمیسیون نوی رئیس وايي، چې د دغه بهیر د پیل لپاره بودیجه شته، خو د دغه بهیر د پیلیدو لپاره لا هم یو لړ تخنیکي ستونزې په خپل ځای پاتې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي، چې تراوسه د افغانستان د نفوسو د ثبت او احوال ادارې د کاغذي تذکرو د ویش بهیر اعلان کړی نه دی.

ښاغلی صیاد وایي، کله چې دا بهیر پیل شي، نو د ټاکنو خپلواک کمیسیون به په کلو او بانډو کې د رایې ورکوونکو د لیست د چمتوکولو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې د رایې ورکوونکو د لیست د چمتوکولو لپاره د نوم لیکنې بهیرباندې به شاوخوا نهه ویشت میلیونه ډالر مصرف راشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس وايي، چې نړیوالې ټولنې د راروانو پارلماني ټاکنو لپاره دغه کمیسیون سره د ټاکنو د نوي فیصده بودیجې د برابرولو یو تړون لاسلیک کړی دی.

ښاغلی صیاد وايي، د ټاکنو پاتې لس فیصده بودیجه به افغان حکومت برابره کړي.

تراوسه لا د ټاکنو د ځنډ په اړه نړیوالې ټولنې غبرګون نه دی ښودلی.

په افغانستان کې د ټاکنو پر وړاندې یو لوی ګواښ امنیت دی.

د امنیتي ستونزو له امله د ټاکنو خپلواک کمیسیون د روان هجري شمسي کال په لومړیو میاشتو کې په ۳۲ ولسوالیو کې د رایې اچونې د مرکزونو ارزونه ونه شوه کړی

XS
SM
MD
LG