د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کي د نشه يي توکو د پروسس فابریکه "کشف او ضبط" شوې ده


ننګرهار کي د نشه يي توکو د پروسس فابریکه "کشف او ضبط" شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:30 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د ټابلیټکا په نوم نشيي توکو د پروسس دغه فابریکه د ننګرهار د سرخرود په ولسوالۍ په بختان کلي کې موندل شوې ده او چارواکي وايي دغې فابریکې د دارو درملو د جوړلو په پلمه نشه یې توکي تولیدول.

درې کسان د دغې فابریکې په تور نیول شوې دي.

چارواکي وايي ځینې نورې مشکوکې سیمې یې هم نښه کړي چې ډېر ژر به پرې عملیات وکړي.

که څه هم د ننګرهار په کچه تېر یو کال کې د نشه يي توکو د پروسس فابریکو د تبا کېدو په اړه چارواکو څه ونه ویل خو د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي یوازې تېر کال یې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې یې د نشه يي توکو د پروسس له سلو ډېرې فابریکې له منځه وړې دي.

ننګرهار کې پر داسې مهال د ټابریټکا د پروسس فابریکه کشف او تبا شوه چې دغه ولایت کې پر نشه يي توکو د روږدو شمېره ورځ تر بلې زیاتېږي.

XS
SM
MD
LG