د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست قومي جرګې د مخدره موادو پر کاروبار او استعمال بنديز لګولی


د خوست قومي جرګې د مخدره موادو پر کاروبار او استعمال بنديز لګولی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د تڼيو ولسوالۍ دغې قومي جرګې د يوه تړون په نتيجه کې په خپله ولسوالۍ کې د مخدره موادو پر خرڅلاو او استعمال بنديز لګولی. دوی د خپلې پرېکړې د ښه تطبيق لپاره قومي ناغه هم تړلې ده.

دغه قومي مشران وروسته له هغه دې اقدام ته اړ شول، چې څه موده مخکې په تڼيو ولسوالۍ کې يوه کس د نشې په حالت کې د واده د مراسمو پر ګډونوالو بريد وکړ او يو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

قومي مشر، جواس خان وویل: ”واړه ماشومان او ځوانان مو ټول په مخدره موادو اخته شوي دي. دا قوم ددې لپاره راټول شوی دی چې دا توکي له منځه يوسو. ځوانان مو بې تعليمه پاتې شول او ورځ تر بلې په نشه یي موادو د اخته کسانو شمیر په زیاتیدو دی‟.

د قومي جرګې تر پرېکړې مخکې د ځينو نورو ولسوالیو په څېر د تڼيو ولسوالۍ په زياترو دوکانونو کې هم مخدره مواد په ازاد ډول خرڅیدل.

دا مشران له حکومت نه هم غوښتنه لري، چې هم د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي او هم د بې روزګاره ځوانانو د سالم مصروفيت په خاطر کاري فرصتونه برابر کړي.

قومي مشر دلاورخان وايي: ”ځوانان مو بې کاره دي، ټول نشې کوي او دغه ستونزه یواځې هغه وخت حل کیدی شي چې حکومت ورته د کار اسانتیاوې برابرې کړي. زمونږ ډیر ځوانان بې کاره دي او دلته راټول شوي يو چې له حکومت سره پرې خبرې وکړو‟.

تر دې مخکې د خوست په ځينو نورو ولسواليو کې هم قومي مشرانو او ځوانانو د نشه يي توکو د کاروبار او استعمال د مخنيوي لپاره د قومي جرګو په پرېکړو تکيه کړې ده.

XS
SM
MD
LG