د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: د بهرنیو سرتیرو تر وتلو مخکې دې افغانستان کې سیاسي توافق وشي


عمران خان ویلي چې دغه سیاسي توافق باید له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې رامنځته شي.
عمران خان ویلي چې دغه سیاسي توافق باید له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې رامنځته شي.

د پاکستان صدراعظم عمران او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغان سولې بهیر په اړه ټلیفوني خبرې کړي دي.

د عمران خان مطبوعاتي دفتر پرون پنجشنبه اپرېل۱۵(وري ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي خان په دغه ټلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړې پر ختمېدو او سیاسي توافق ته پر رسېدو باندې ټینګار وکړ.

عمران خان ویلي چې دغه سیاسي توافق باید له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافق او په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

هغه زیاته کړې: "بین الافغاني مذاکراتو د سولې ټینګېدو لپاره تاریخي فرصت رامنځته کړی دی. افغان مشران باید له هغه څخه د یو ټولشموله او پراخ سیاسي توافق لپاره استفاده وکړي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې عمران په دغه ټلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د سولې ټينګېدو لپاره د ترکیې له همکاریو څخه مننه کړې او زیاته کړې ده چې پاکستان په په سیمه کې د سولې او ثبات ټینګېدو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

عمران خان پر داسې مهال د ترکیې له ولسمشر سره د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړي چې ټاکل شوې د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه په استانبول کې د افغان سولې په اړه لس ورځنی کنفرانس پیل شي.

دغه کنفرانس چې د امریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر په همکارۍ جوړیږي افغان حکومت له مخې ورته د چمتووالی خبر ورکړی دی.خو طالبانو بیا ویلي تر څو چې ټول بهرني سرتیري له افغانستان څخه ونه وزي دغه ډله به د افغانستان په اړه په هیڅ کنفرانس کې ګډون ونه وکړي.

خو دا چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو نېټه په ډګه کړه معلومه نه ده چې طالبان په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي او کنه.

د بایډن د اعلان په اساس ټاکل شوې د راتلوونکې مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو وتل پيل او تر سپټمبره به دغه بهیر بشپړه شپړه شي.

XS
SM
MD
LG