د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن او اغلو د استانبول غونډې په اړه خبرې کړي


اوغلو له خپل امریکايي سیال سره د افغان سولې په اړه ټلیفوني خبرې ګټورې او رغوونکې بللي دي
اوغلو له خپل امریکايي سیال سره د افغان سولې په اړه ټلیفوني خبرې ګټورې او رغوونکې بللي دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره په ترکیه کې د افغان سولې په اړه د جوړېدونکي کنفرانس په اړه خبرې کړي دي.

اوغلو له خپل امریکايي سیال سره د افغان سولې په اړه ټلیفوني خبرې ګټورې او رغوونکې بللي دي.

نوموړي نن سې شنبه اپرېل ۱۳(وري ۲۴) په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي: "د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر سره مي ګټورې او رغوونکې تلیفوني خبرې لرلې، زموږ د اجنډا، د افغان سولې د بهیر، د افغان سولې په اړه د استانبول کنفرانس چې په ترکیه کې تر سره کیږي او د دوه اړخیزه موضوعاتو په اړه خبرې وشوې."

تر اوسه په دقیقه معلومه نده چې د استانبول غونډه به په کومې نیټې دایره شي خو د افغانستان حکومت ویلي چې ښایي بله اوونۍ جوړه شي.

بلخوا طالبانو ویلي که د ترکیې د استانبول په ښار کې د افغانستان د سولې په هکله نړیواله غونډه د همدې روانې میاشتې په ۱۶ نېټه جوړه شي، دا ډله به پکې ګډون ونشي کړی.

د ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران پر دا سې مهال د استانبول د غونډې په هکله خبرې کوي چې ټاکل شوې د امریکا د بهرینو چارو وزیر په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د ایستلو یا پاتې کیدلو په هکله د ناټو د متحدینو سره د سلا مشورو لپاره اروپا ته ولاړ شي.

افغان حکومت تر دې مخکې د ترکیې ناستې ته له خپلو لورې د چمتووالي خبر ورکړی دی، روانه اونۍ د افغانستان د ملي مصالحې شورا د استانبول ناستې لپاره د افغان حکومت د سولې طرحې د مسودې د بشپړېدو خبر هم ورکړ.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح روانه اونۍ وویل چې امریکايي لوري د یادې ناستې اجنډا له افغان حکومت سره شریکه کړې چې په وینا یې اوربند او د حکومت جوړول یې مهمې مادې دي.

XS
SM
MD
LG