د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د اپریل په ۱۶مه د استانبول غونډه کې ګډون نشو کولی


طالبانو د استانبول په غونډې کې د اپریل په شپاړلسمه د ګډون نه کولو دلیل ندی ویلی.
طالبانو د استانبول په غونډې کې د اپریل په شپاړلسمه د ګډون نه کولو دلیل ندی ویلی.

طالبانو ویلي که د ترکیې د استانبول په ښار کې د افغانستان د سولې په هکله نړیواله غونډه د همدې روانې میاشتې په ۱۶ نېټه جوړه شي، دا ډله به پکې ګډون ونشي کړی.

د طالبانو یوه ویاند امریکا غږ ته دا ندي ویلي چې ولې پدې خبرو کې په ټاکلې نیټې ګډون نشي کولی.

طالبان پداسې وخت کې د استانبول په غونډې کې د اپریل په شپاړلسمې نیټې د ګډون نه کولو خبره کوي چې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي په کابل کې د افغان چارواکو سره کتلي او د استانبول د غونډې اجنډا یې ورسره شریکه کړې.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د استانبول د غونډې د اجنډا مهمې مادې ارښتونه، اوربند او د حکومت جوړول دي.

تر اوسه په دقیقه معلومه نده چې د استانبول غونډه به په کومې نیټې دایره شي خو د افغانستان حکومت ویلي چې ښایي بله اوونۍ جوړه شي.

د استانبول د غونډې نه وړاندې جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د سولې لپاره خپله طرحه په ډاګه کړه چې درې مرحلې لري.

د ښاغلي غني د سولې په طرحې کې له ټاکل شوي‌ وخت څخه مخکې انتخابات او د لویې جرګې دایریدل شامل دي.

د استانبول د غونډې په هکله د طالبانو دا څرګندونې پداسې وخت کې کیږي چې ټاکل شوې د امریکا د بهرینو چارو وزیر نن دوشنبه، اپریل ۱۲ (وري۲۳) په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د ایستلو یا پاتې کیدلو په هکله د ناټو د متحدینو سره د سلا مشورو لپاره اروپا ته ولاړ شي.

د طالبانو او د امریکا تر منځ د دوحې د سولې په موافقې کې امریکا منلې وه چې د مۍ د میاشتې تر اولې نیټې به ټول امریکایي عسکر د افغانستان نه اوځي خو د امریکا اوسنی حکومت وایي چې دا نیټه ریښتینې او عملي نده.

XS
SM
MD
LG