د لاس رسي وړ اتصالات

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته ۵۰۰ میلیون ډالر ورکوي 


د پیسو نړیوال وجهي صندوق د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۴ (وري ۴) وویل چې ددې صندوق رئیسه هیئت د پاکستان د ۶میلیارډ ډالرو د پور پروګرام د ارزونې له بشپړولو وروسته اسلام آباد ته د ۵۰۰میلیون ډالرو ورکړه تائید کړه.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق وایي د هغه پروګرام په اساس چې د ۲۰۱۹کال د جولای په میاشت کې تائید شو، په مجموعي توګه پاکستان ته د پور کچه دوه میلیارد ډالرو ته رسیږي.

د پیسو د نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته د شپږ میلیارد ډالرو پور ورکول په ۲۰۱۹کال کې منظور کړي وو، خو ددغو پیسو له ورکولو دمخه یې له دې هیواد نه غوښتي وو چې جدي مالي تدابیر نافذ کړي چې د مالیاتي عوایدو زیاتیدل یې یوه برخه وه.

د پیسو د نړیوال صندوق د اجرائیه رئیس مرستیالې انتونیت سایی په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې: «پاکستاني مقامات باید په پرله پسې توګه ددې پور د ملاتړ پروګرام لاندې د رضایت وړ پرمختګ وکړي.»

هغې زیاته کړه: «پداسې حال کې چې د کروناویروس وبا لاهم ستره ننګونه ده، د اقتصاد د ملاتړ او د خلکو د ژغورنې او معشیت لپاره د مقاماتو پالیسۍ حیاتي دي.»

دغه پور وروسته له هغې منظور شو چې پاکستان د خپل ۲۰۱۶مالي کال په هکله وړاندې کړي هغه غلط اطلاعات اصلاح کړل کوم چې ددې پروګرام سره یې د پاکستان عدم تطابق په ډاګه کاوه.

د پیسو نړیوال صندوق وویل چې پاکستاني مقاماتو د بنسټیزو نواقصو د له منځه وړلو لپاره چې د ادارو ترمنځ نه همغږي په کې شامله ده جدي اصلاحات رامنځ ته کړي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان، واک ته له رسیدو وروسته د هیواد د اقتصاد غښتلي کول د خپلو لومړیتوبونو څخه وګڼل.

نړیوال بانک په پاکستان کې مالیاتي سیستم کمزوری ګڼلی او ویلي یې دي چې ددې هیواد د ۲۰۸میلیون نفوس یواځې په سلو کې یو فیصد حکومت ته پر عوایدو باندې د مالیې اسناد وړاندې کوي.

له بلې خوا په پاکستان کې عمده تولیدي او صنعتي برخې د ځواکمنو کسانو تر نفوذ لاندې دي چې لږه مالیه ورکوي او یا هم مالیه نه ورکوي.

کرنه چې د پاکستان په سلو کې ۲۰اقتصاد پرې ولاړ دی د ځواکمنو ځمکه لرونکو سیاستوالو تر نفوذ لاندې دی، خو د نړیوال بانک د شمیرو له مخې ددې سکتور څخه یواځې ۲۲فیصده مالیه حکومت ته ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG