د لاس رسي وړ اتصالات

سولې خبرو کې د نشه یي توکو غیرقانوني تولید له پامه غورځول شوی – څیړنه


د ملګروملتونو او افغان حکومت د یوې سروې له مخې تیرکال په افغانستان کې ۶۴۰۰ ټنه اپین تولید شوی وو.
د ملګروملتونو او افغان حکومت د یوې سروې له مخې تیرکال په افغانستان کې ۶۴۰۰ ټنه اپین تولید شوی وو.

د څیړنې او ارزونې ادارې " اې ار يي یو" د یوې تازه څیړنې له مخې د سولې په روانو بحثونو کې په افغانستان کې د نشه یي توکو غیر قانوني تولید او " د پام وړ اغیزې یې" په بشپړه توګه له پام څخه غورځول شوي دي.

د دغې څیړنې له مخې په افغانستان کې د اپینو، چرسو او میټامفیټامین غیر قانوني تولید کیدای شي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ احتمالي سیاسي موافقې ته رسیدل د خنډ سره مخ کړي.

د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې " اې ار يي یو" په دغه څیړنه کې ویلي " د دغو تولیداتو غیر قانوني ماهیت د مالیاتو د قانوني کولو او پر مالیاتو د دولت د انحصار وړتیا محدوده کوي او د پیسو اندازه، چې د مختلفو وسله والو لوبغاړو (په دولت کې شامل کسان او شورشي ډلو وسله وال) او هم پایلې یې پر سولې له پام څخه غورځول شوي دي".

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په تیر ۱۳۹۷ لمریز کال کې د افغانستان د کورني ناخالص تولید لس فیصده یې د نشه یي توکو له تولید او کاروبار څخه ترلاسه شوې وو.

د دغه راپور له مخې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو په ځانګړي ډول طالبانو هم په تیر کال کې تر څلویښت میلیونو ډالرو پورې د نشه یي توکو څخه مالیه اخیستې وه.

" اې ار يي یو" د ادارې څیړنه ښيي، چې د کوکنارو کرکیلې په افغانستان ۵۰۰ زره کسانو ته د ۸۶۳ میلیونو ډالرو پورې عاید او د کار زمینه برابره کړې وه.

دا څیړنه وايي " په افغانستان کې د غیر قانوني نشه یي توکو اقتصادي او سیاسي اهمیت ته په پاملرنې، دا به سمه نه وي، چې دا ستونزه حل شوې وګڼو او یا هم د پالیسیو له لارې ورته د ځواب د برابرولو په لټه کې اوسو".

دغه څیړنیز مرکز ټینګار کړی، چې د افغانستان په څیر په جګړه کې ښکیل یو هیواد ته، د غیر قانوني نشه یي توکو ستونزې باندې کابو موندل اسان کار نه دی.

د ملګرو ملتونو د یوې سروې له مخې، چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د لړم په میاشت کې یې خپره کړې په افغانستان کې تیرکال پر ۲۶۳ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو، چې ۶۴۰۰ ټنه آپین ترې تولید شوی وو.

د څیړنې او ارزونې ادارې د سولې د خبرو په اړه دا اندیښنې په داسې حال څرګندې کړي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په دوحه کې د وسله والو طالبانو سره د خپلو روانو خبرو په دوام ټاکل شوې ژر بیا خبرې پیل کړي.

تراوسه دواړو خواو شپږ ځله سره خبرې کړي دي.

په دغو خبرو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د دغو ځواکونو له وتلو وروسته نړۍ ته له افغانستان څخه د ګواښ د نه راوړلاړیدو پر مسلو خبرې شوي دي.

افغان حکومت استازي په دې خبرو کې لا برخه نلري.

XS
SM
MD
LG