د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ لیوال و چې اوکراین د بایډن په اړه تحقیقات وکړي- ویلیم


Trump
Trump

په اوکراین کې د امریکا د سفارت شاژدافیر ویلیم ټیلر وايي ولسمشر ټرمپ لیوال و چې اوکرین به د پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن په اړه تحقیقات پیل کړي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ‌ (نومبر۱۳) د ولسمشر دونالډ ټرمپ د استیضاح لپاره د شهادت ورکولو په علني غونډې کې دا خبره وکړه.

​ښاغلي ویلیم ټیلر غونډې ته د هغه پټو خبروپه اړه معلومات ورکړل چې د هغه سره یو کارکونکي د جولایي په ٢٦ اوریدلې وی. دا د هغه نه یوه ورځ وروسته وه چې ولسمشر ټرمپ د اوکرین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي نه د بایډن او د هغه د زوی په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.​

ټیلر وویل چې د سفارت کارکوونکي د ټرمپ او د گورډن سنډلینډ (د ټرمپ یو بډایه ملگری چې په اروپایي اتحاد کې د امریکا سفیر دی) خبرې اوریدلي. هغه وویل: "زما همکار واوریدل چې ولسمشر ټرمپ د سنډلینډ نه د تحقیقاتو په اړه وپوښته. سنډلینډ ورته په ځواب کې وویل چې اوکرین پدغه برخه کې پرمختگ ته تیار دي."

ټیلر زیاته کړه چې د خبرو نه داسې ښکاریده چې ټرمپ د اوکرین نه زیاته د بایډن په اړه د تحقیقاتو سره علاقه لرله.

ټیلر وویل چې د خپلې اوږدمهاله دپلوماتیکې دندې دوران یې دا لمړنې ځل دې چې یو داسې ولسمشر ویني چې د بهرني ملک نه د سیاسي تحقیقاتو غوښتنه کوي.

ویلیم ټیلر له دې وړاندې هم په یوې غیر علني غونډه کې قانون جوړونکو ته ویلې و چې دا روښانه وه چې له اوکراین سره د امریکا امنیتي مرستې د ټرمپ د سیاسي رقیب او د هغه د کورنۍ په اړه په تحقیقاتو کې په همکارۍ پورې تړلې وې.

د علني غونډې دغه جریان چې ټوله ورځ یې دوام وکړ، د امریکا رسنیو په مسقیمه توگه خپور کړ. د یادونې وړ ده چې دا د امریکا په تاریخ کې څلورم ځل دی چې د یو ولسمشر د مواخذې جریان پیل شویدی.

XS
SM
MD
LG