د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د استیضاح په تحقیقاتو کې د سپینې ماڼۍ په دوو وکیلانو تمرکز کیږي


په جرم د ولسمشر د تورنیدو په لړ کې د استازو د مجلس تحقیقات د سپینې ماڼۍ پر هغو دوو وکیلانو تمرکز کوي چې یوه خوندي کمپیوټري سیستم ته د ولسمشر ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر د ټلفوني مکالمې د یوه یاداشت د انتقالولو د خبرو په اړه معلومات لري.

دیموکراتان په پام کې لري چې د ملي امنیت د شورا د مشر وکیل جان ازینبرګ او د ولسمشر د سلاکار میچل الیس څخه هم شهادت واخلي.

پر دې سربیره د ولسمشر د استیضاح څیړونکو د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن راتلونکې اوونۍ شهادت ورکولو لپاره غوښتی دی.

ددغو چارواکو د شهادت ورکولو خبره په داسې حال کې کیږي چې د امریکا د استازو مجلس د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ د عزل کیدو د تحقیقاتو بهیر رسمي کړ.

د امریکا د استازو د مجلس رئیسې نانسي پلوسي وویل چې تمه لري د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د تورنولو د پلټنو لپاره د مجلس علني غونډې ژر پیل شي.

میرمن پلوسي د بلومبرگ خبري شبکې سره په خبرو کې وویل: "فکر کوم چې علني غونډې به د نومبر په میاشت کې پیل شي".

هغې ټینگار وکړ چې د جمهور رئیس د تورنولو لپاره هر ډول اقدام باید په "ټینگو" شواهدو ولاړ وي.

نانسي پلوسي وویل د ټرمپ د عزل کولو پلټنې جدي نیول کیږي: "هغه څه چې له خطره سره مخامخ دي زمونږ دموکراسي ده. مونږ د څه لپاره مبارزه کوو؟ مونږ د خپلو خلکو لپاره د دموکراسۍ دفاع کوو."

تر دغه رایګیرۍ سمدستي وروسته، ټرمپ ټویټر ته مخه کړه او دغه پلټنې یې یوه سیاسي دسیسه وبلله.

د جمهوری غوښتونکو استدلال دا و چې د عزل کولو د پلټنو نوي قوانین د جمهور ريیس ټرمپ لپاره خورا عادلانه نه دي.

جمهوري غوښتونکي غړي ټام کول وویل: " دا یوه عادلاه پروسه نه ده. دا یوه علني پروسه نه ده. دا یوه شفافه پروسه نه ده، بلکه یوه محدوده او تړلې پروسه ده چې نتیجه یې لا د مخه ټاکل شوې ده. "

ټولو جمهوري غوښونکو ددغه اقدام پرخلاف رایې ورکړې. د دوو څخه پرته ټولو دموکرتانو یې په پلوۍ رایې ورکړې.

تمه کیږي چې علني غونډې به د نومبر د میاشتې په منځنیو کې پیل شي او ورپسې به ښايي د عزل کولو د مادو په اړه رایګري وشي چې بې له شکه به د استازو په مجلس کې چې دموکراتان پکې اکثریت لري تصویب شي.

خو د سنا په مجلس کې چې جمهوري غوښتونکي اکثریت لري او د ټرمپ ملاتړ به وشي.

XS
SM
MD
LG