د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس د ټرمپ د عزل کیدو د تحقیقاتو په اړه عمومي رای ګیري کوي


دیموکراتان د ټرمپ د عزل کیدو د تحقیقاتو په دوام ټینګار کوي
دیموکراتان د ټرمپ د عزل کیدو د تحقیقاتو په دوام ټینګار کوي

ټاکل شوېده د امریکا د متحده ایالتونو د استازو مجلس د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ( اکټوبر ۳۱ مه ) د جمهور رئیس ټرمپ د عزل کیدو د تحقیقاتو په اړه عمومي رای ګیري وکړي.

دغه رای ګیري د سپینې مانۍ د هغه استدلال په اړه کیږي چې وايي د عزل کیدو تحقیقات غیرقانوني دي.

د استازو د مجلس مشرې ننسي پلوسي د مجلس نورو غړو ته په یوه لیک کې ویلي، دا غواړي د پروسې په اړه هر ډول شک له منځه یوسي.

د امریکا د استازو مجلس د استخباراتو د کمیټې رئیس ادم شیف وايي د جمهور رئیس ټرمپ حکومت د عزل کیدو لپاره یو قوي قضیه جوړوي ځکه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني مشاور الکساندر کوپرمن د دوشنبې په ورځ د ( اکټوبر ۲۸ مه ) استیضاح ته حاضر نشو.

ادم شیف وویل:" نن ټاکل شوې وه چې ډاکټر کوپرمن شهادت ورکړی وای، خو هغه حاضر نشو. دا ډیر د خواشینی ځای دی. هغه د کانګرس د قانوني استیضاح له مخې راتلو ته اړ شوی وو. په تیرو څو ورځو کې فدرالي محکمې دا تائید کړې چې د عزل کیدو تحقیقات پرځای دی. "

ټرمپ او د هغه جمهوري غوښتونکو ملاتړو د عزل کیدو تحقیقات غیر قانوني ګڼلي او ویلي دي دا تحقیقات د تړلو ورونو تر شاه کیږي او ټول مجلس هیڅکله رایه نده ورکړې.

دغه عمومي رای ګیري په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوېده نن سه شنبه د ( اکټوبر ۲۹ مه )د امریکا د ملي امنیت د شورا غړی الکساندر وینډمن د استازو مجلس د دریو کمیټو د غړو په وړاندې شهادت ورکړي.

XS
SM
MD
LG