د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو په محو کولو کې د عامه پوهاوي اهمیت


د پکتیکا روغتیايي مسوولین وایي چې د پولیو ويروس د خپرېدو او د مثبتو پېښو د رامنځته کېدو په مخنيوي کې د بریالیتوب او د واکسين د تطبيق لپاره باید عامه پوهاوی پراخ شي.

په پکتیکا کې د پولیو د عامه پوهاوي مسوول عبدالولي وايي، د برمل ولسوالۍ ترڅنګ غواړي د عامه پوهاوي ځانکړی پروګرام نورو ولسوالیو ته هم وغزوي.

هغه زیاتوي: "په برمل کې د عامه پوهاوي پروګرام چې د قومي مشرانو په مرسته ترسره کېږي ښه نتېجه ورکړې او د انکاري (د واکسین مخالفو) کورنیو شمېر هم راکم شوی، په نورو ولسوالیو کې هم غواړو دغه پروسه پیل کړو."

په ورته مهال په پکتیکا کې یو شمېر خلک وايي، په سیمه کې یې د پولیو ویروس د خپریدو ځکه نیول شوې چې اوس د کورنیو ذهنیت د واکسین په اړه تغییر کړی.

خلیل د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي امریکا غږ ته وويل: "زمونږ په سیمه کې به مخکې خلکو ماشومانو ته ډېر کم واکسین ورکول، خو اوس عامه پوهاوی زیات شوی او خلک د واکسین په کټو پوهېدلي، ټول خلک باید خپل ماشومان د فلج پر وړاندې واکسین کړي."

سره له دې، چې تېرکال په پکتیکا کې د پوليو دوه مثبت پېښې تثبیت شوې وې، خو د دغې ناروغۍ پرضد د مبارزې مسوولين وايي، چې ورځ تر بلې د پولیو ناروغۍ د رامنځته کېدو احتمال کمېږي.

که څه هم ځايي خلک د پولیو ویروس د کمېدو خبره کوي، خو روغتیايي مسوولین پکتیکا ځکه د پولیو ویروس له خطر سره مخامخګڼي، چې د دې ولایت له لارې خلک د ګاونډي هېواد پاکستان له هغو سیمو سره تګ راتګ لري، چېرته چې د پولیو ویروس موجود دی.

XS
SM
MD
LG