د لاس رسي وړ اتصالات

د مهاتیر میرمن عمران خان ته- " ستا لاس نیولی شم؟"


عمران خان د مالیزیا د صدراعظم او د هغه د میرمن سره
عمران خان د مالیزیا د صدراعظم او د هغه د میرمن سره

د پاکستان د صدراعظم عمران خان د مالیزیا د سفر په مهال د دغه هیواد د لمړۍ میرمن سره د یو عکس ویډو ښیي، نن په ټولنیزو رسنیو پرې د ټولو زیاتې تبصرې شوې وي.

په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو کې عمران خان د مالیزیا د صدراعظم مهاتیر محمد او د هغه د میرمن سره ولاړ دی چې دغه مهال د مهاتیر میرمن چې سیټي حسما نومیږي، د خان نه پوښتنه وکړي چې ایا د هغه لاس نیولی شي؟

خان هغې ته سمدستي ځواب وررکړي چې, 'بالکل' او د هغې لاس ونیسي.

د پاکستان د صدراعظم او د سیټي مهاتیر لاس په لاس د عکس لپاره ودریدل ښیي، خان په مالیزیا کې هم مینه وال لري.

عمران خان چې د کرکټ د نړیوال جام گټلو له کبله یې په ټولې نړۍ کې شهرت ترلاسه کړی و، اکثر اوس هم په نورو ملکونو کې مینه وال لري.

په پاکستان کې د سیاسي چارو او تاریخ پوه هارون رشید امریکاغږ اردو ته وویل چې د مالیزیا صدراعظم مهاتیر محمد د هغه وخت نه د عمران خان ډیر درناوې کاوه چې عمران خان د کرکټ نړیوال ستوری و. هارون رشید وایي "عمران خان د نن نه شا او خوا دیرش کاله مخکې مهاتیر محمد ته په شخصي توگه د پاکستان بلنه ورکړې وه او هغه د دریو ورځو لپاره پاکستان ته سفر هم کړی و."

هارون رشید وویل چې مهاتیر محمد هغه ته ویلي و چې "که پاکستان کې د عمران خان پشان څوک په قدرت کې وي نو هغه به ورسره کار وکړي."

د پاکستان صدراعظم عمران خان مالیزیا ته دوه ورځې سفر ترسره کړو او د صدراعظم برسیره یې د نورو لوړپوړو چارواکو سره هم ملاقاتونه کړیدي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG