د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د خپلې 'پیرې' سره دریم واده وکړ


د پاکستان تحریک انصاف د رسمي ټویټر نه په مننه
د پاکستان تحریک انصاف د رسمي ټویټر نه په مننه

د پاکستان په ټولنېزو رسنېو هغه وخت عمران خان ته د هغه د دریم واده مبارکۍ ورکول پیل شوې (او په پاکستان کې په ټویټر ټرینډ شو) چې د تحریک انصاف گوند د رسمي ټویټر نه د هغه د دریم واده عکسونه خپاره شول.

د تحریک انصاف گوند په خپل رسمي ټویټر لیکلي چې عمران خان نن یعنی د فبرورۍ په اتلسمه نکاح وکړ. خو د جیو خبریال عمر چېمه د عمران خان د هغه د روحاني استادې یا پېرې بشری مانیکا سره د واده خبر درې میاشتې مخکې خپور کړی و خو هغه وخت عمران خان دغه واده تائید نکړ.

د گوند مشرانو او غړو خپل رهبر عمران خان ته د مبارکۍ پیغامونه په خپل ټویټر لیکلې دي.

د تحریک انصاف یو مشر جهانگیر ترین په خپل ټویټر هغه ته مبارکي ویلي او د خوشحاله ژوند دعاگانې یې ورته کړې.

دا د عمران خان دریم واده دی. هغه د دې نه مخکې په ٢٠١۴ کال کې د یوې پښتنې خبریالې ریحام سره واده کړی و چې شاوخوا یو کال وروسته یې هغې له طلاق ورکړ. د ریحام خان نه مخکې عمران خان په ١٩٩٥ کال کې د برطانیې د جمایما خان سره واده کړی و، عمران خان او جمایمه دوه زامن لري.

د عمران خان د ریحام سره د واده عکس
د عمران خان د ریحام سره د واده عکس

یوې خوا ته د عمران خان پلویان هغه ته د واده مبارکۍ ورکوي، له بلې خوا د هغه سیاسي مخالفین په هغه په دی وجه انتقادونه هم کوي چې هغه د خپل روحاني پېرې سره واده کړیدې.

د پاکستان د واکمن گوند عابد شیر علي په خپل ټویټر په هغه سخت انتقادونه کړیدي

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG