د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان نړیوال وهڅول چې د طالبانو ننګه وکړي او نه دې منزوي کوي


عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا کوله چې د مخکې نه ثبت شوې وه.
عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا کوله چې د مخکې نه ثبت شوې وه.

د طالبانو لپاره د نړیوال ملاتړ تر لاسه کولو په هدف د پاکستاني چارواکو هلې ځلې لا هم روانې دې.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي نه وروسته چې د متحده ایالاتو په ګډون یې د نړۍ څخه غوښتي وو د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ پریږدي، د پاکستان صدراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو کې په وینا کې په نړۍ غږ کړی چې د طالبانو د منزوي کیدو پر ځای دې د هغوي ملاتړ وکاندي.

ښاغلي خان د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د وینا په مهال چې د مخکې نه ثبت شوې وه وویل، "نړیواله ټولنه دې د «افغانستان د خلکو لپاره» دا اوسني مشران (طالبان) تثبیت کړي."

د پاکستان صدراعظم زیاته کړه، "که افغانستان اوس مهال له پامه وغورځوو، د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس د افغانستان نیمایي نفوس د خطر سره مخ دی او تر بل کاله به ۹۰ په سلو کې افغانان د غربت د کرښې نه ټیټ شي. "

عمران خان پخپلو خبرو کې یادونه وکړه چې طالبانو د بشري حقونو د درناوي، د ټولشموله حکومت جوړولو او دا چې ترهګرې ډلو ته به ځای نه ورکوي، ژمنې کړي.

د طالبانو د ملاتړ په برخې کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان د دې څرګندونو نه یوه ورځ وړاندې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم متحده ایالاتو ته په یو پیغام کې ویلي و چې په اقتصادي او بشري بحران کې د افغانستان د ولس لاس نیوی د نړۍ "اخلافي مسؤلیت"دی.

قریشي دا پیغام د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلنکین سره په ملاقات کې ورکړی و.

د نړۍ یو شمېر هېوادونه وايي‌ چې طالبان دې ټولشموله حکومت جوړ کړي، بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو حقونو ته درناوی ورکړي او بیا به د طالبانو اعمالو ته په کتو پرېکړه کوي چې هغوی په رسمیت وپېژني که نه.

XS
SM
MD
LG