د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: نړۍ باید طالبانو ته فرصت ورکړي


د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي نړۍ باید طالبانو ته د یوه مشروع حکومت او د یادې ډلې د ژمنو د پوره کیدو په خاطر فرصت ورکړي.

عمران خان د امریکا له سي ان ان شبکې سره په مرکه کې چې د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۱۵ (وږې ۲۴) خپره شوه، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره غوره لار له طالبانو سره تعامل وباله.

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړه، نړیواله ټولنه باید د میرمنو د حقونو د رعایت او د یوه همه شموله حکومت د جوړیدو لپاره طالبان وهڅوي. د همه شموله حکومت جوړیدل، بشري حقونو په ځانګړې ډول د میرمنو او اقلیتونو حقونو ته درناوی، له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې اساسي توقعات دي.

ښاغلي‌ خان په داسې حال کې په روښانه طالبانو ته د فرصتونو غوښتنه کړېده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو دوه اوونۍ مخکې، نوموړي په افغانستان کې د طالبانو د چلند په اړه د یوه افغان خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:"موږ د طالبانو ویندویان نه یو."

د پاکستان صدراعظم وویل که طالبان د یوه همه شموله حکومت په جوړیدو بریالي شي او د افغانستان د ټولو اړخونو استازي پکې وي، په افغاستان کې به له ۴۰ کلونو وروسته سوله ټینګه شي.

خو نوموړي خبرداری ورکړ، که طالبان په افغانستان کې یو همه شموله حکومت جوړ نکړي، دا کار به د ګډوډیو د رامنځ ته کیدو، د ستر بشري ناورین د رامنځ ته کیدو او په افغانستان کې د کډوالو د ستر مشکل د رامنځ ته کیدو لامل شي.

عمران خان وویل، طالبان په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځ ته کیدو د مخنیوي په هدف، د نړیوالو مرستو د ترلاسه کیدو هڅه کوي او د هغه په وینا، نړیواله ټولنه کولی شي‌ د مشروعیت په طرف د طالبانو د کاږلو په برخه کې له دې مرستو څخه استفاده وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر له دې څرګندونو سره په یو وخت، د یاد هیواد د ملي‌ امنیت سلاکار معید یوسف ویلي دي چې امریکا باید له پاکستان سره د اړیکو د بیا ټینګښت په ارزونو کې، د پاکستاني چارواکو پیغامونو ته غوږ کیږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د دوشنبې په ورځ امریکایي قانون جوړونکو ته وویل، په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د پاکستان ونډې ته په کتو او هغه ونډه چې امریکا غواړي پاکستانه یې په راتلونکو کلونو کې په افغانستان کې ترسره کړي، واشنګټن غواړي له اسلام آباد سره په خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

افغان او امریکایي چارواکو په تیرو شلو کلونو کې په وار وار پاکستان د طالبانو مشرانو ته د پناه په ورکولو تورن کړی وو، هغه تورونه چې تل د پاکستان له خوا رد شوي دي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار همدارنګه د افغانستان د منزوي‌ کیدو په اړه خبرداری ورکړ او د طالبانو په مشرۍ یې د افغانستان له حکومت سره د مرستو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG