د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان : پولیسو ته اجازه ورکوم چې کور مې وپلټي


د لاهور په ښار کې د عمران خان د کور شاوخوا ته پولیس راټول شوي او شک کوي چې یو شمیر کسانو پکې پنا اخیستې چې د مظاهرو پر وخت یې تشدد کړی و.
د لاهور په ښار کې د عمران خان د کور شاوخوا ته پولیس راټول شوي او شک کوي چې یو شمیر کسانو پکې پنا اخیستې چې د مظاهرو پر وخت یې تشدد کړی و.

د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان جمعه مې ۱۹ (غوایي۲۹) ویلي پولیسو ته اجازه ورکوي چې د لاهور په ښار کې د هغه کور تالاشي ځکه داسې شک دی چې د ښاغلي خان په کور کې ځیني مشکوک کسان چې د حکومت ضد په تازه مظاهرو کې یې تشدد کړی، پټ شویدي.

ښاغلي خان پخپل کور کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د هغو کسانو په نیولو کې به د پولیسو سره مرسته وکړي چې په پوځي تاسیساتو یې بریدونه کړي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د تحریک انصاف ګوند به یه یې راتلونکي انتخابات وګټي او واک به بیا تر لاسه کړي.

هغه زیاته کړه، " مونږ به راتلونکي انتخابات پرته لدې چې کومه مبارزه پیل کړو وګټو". عمران خان ادعا وکړه چې ګوند یې په ولس کې ډیر محبوبیت لري.

د دې خبرو څخه وړاندې عمران خان د لاهور په ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې ته هم حاضر شو چې د ترهګرۍ په څو قضیو کې د نیول کیدو په خلاف مصؤنیت تر لاسه کړي. پدې مخکني صدراعظم څه نږدې ۱۰۰ قضیې ثبت شوي چې ځیني یې د ترهګرۍ هم دي.

د تحریک انصاف ګوند مشر همدارنګه په محکمې کې خبریالانو ته وویل چې تر نیول کیدو وروسته یې شوی تشدد غندي. پدې مظاهرو کې چې د خان پلویانو نظامي او دولتي ودانیو ته زیان هم اړولی لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي هم دي.

عمران خان په مظاهرو کې تشدد ته په اشارې وویل، " هو زه یې غندم. هیڅ داسې پاکستانی نشته چې تشدد ونه غندي".

د لاهور په محکمې کې قاضي مخکني صدراعظم ته د ترهګرۍ په دریو قضیو کې د نیول کیدو څخه د را راونې جون میاشتې تر لومړیو پورې مصؤنیت ورکړ.

سره لدې چې په پاکستان کې پولیس وایي عمران خان یې ځکه نیولی و چې د خپل ګوند پلویان یې تشدد کولو ته هڅولي و خو دی پخپله دا تورونه ردوي او زیاتوي چې تشدد وروسته تر هغه پیل شو چې دی د ملي احتساب ادارې سره بندي و.

راپورونه وایي چې عمران خان د کور په شاوخوا د پولیسو تقریباً درې سوه افسران راټول شوي وي او ګواښ یې کړی که په مظاهرو کې مشکوک تشدد کوونکي ونه سپارل شي، په کور به چاپه واچوي.

د پاکستان حکومت د خان پلویان په هغه بلوا تورنوي چې د لاریونونو په ترڅ کې رامنځته شوه او په ترڅ کې یې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

خو عمران خان ویلي، چې د ده پلویان نه، بلکې ځانګړي کسان د دې لپاره ګمارل شوي وو، چې هغه او د هغه د تحریک انصاف ګوند تورن او محاکمه شي.

د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان تر نیول کیدو وروسته د هغه پلویانو په ګڼ شمیر ښارونو کې د پولیسو سره اخ او ډب وکړ. قهریدلو مظاهره چیانو همدرانګه په ځینو ښارونو کې د پوځي ادارو په لور لاریون وکړ او هم یې د پوځ ضد شعارونه ورکول.

د عمران خان قضیه داسې مهال توده شوې ده چې ټاکل شوې د اکتوبر په میاشت کې په پاکستان کې بیا انتخابات وشي، عمران خان په خپلو غونډو کې اوسني حکومت باندې کلک نیوکې کړي او د پاکستان سیاسي ګوندونه او امریکا یې تورن کړي چې له واک څخه د هغه په لېرې کېدو لاس لري، خو سیاسي ګوندونو او پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړي دي.

په همدې حال کې د اسلام اباد پولیسو د مخکني صدراعظم عمران خان د تحریک انصاف د ګوند د پلویانو په وروستیو لاریونونو کې په دغه ښار کې دولتي تاسیساتو او شتمنیو ته د زیات مالي زیان د رسیدلو خبر ورکړی دی.

د اسلام اباد پولیسو د تیرې دوشنبې مې ۱۵ یوې اعلامیه کې ویلي، چې اعتراض کوونکو ۱۲ نقلیه وسایط او ۳۴ موټرسایکلونه سوځولي او د اسلام اباد صنعتي سیمې کې یې د پولیسو د ماموریت یو دفتر ته هم اور اچولی دی.

د اسلام اباد د پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي: "د پراخه او تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو کې د ۲۵۰ میلیونو روپیو په ارزښت دولتي تاسیساتو اومالونوته زیان رسیدلی دی. مسلحو اعتراض کوونکو په ترنول کې، د سنګجاني او د رمنا د پولیسو ماموریتونوودانیو باندې بریدونه کړي دي. په دې لاریونونو کې د سرحدي قواو 'ایف سي' یوولس او د پولیسو۷۱ منسوبین ټپیان شوي دي."

XS
SM
MD
LG