د لاس رسي وړ اتصالات

د مهاجرینو په اړه د عمران خان اعلان د مخالفینو غبرگون پارولی


د پاکستان صدراعظم د هغې نه دوه ورځې وروسته چې اعلان یې وکړ پاکستان کې افغان او بنگالي مهاجرینو ته به د پاکستان تابعیت ورکړي، ویلي چې د ټولو سره به سلا مشوره وکړي خو ټینگار یې وکړ چې دا د بشریت ستونزه ده.

د پاکستان د صدراعظم د اعلان نه وروسته په پاکستان کې ځینو ډلو او حتی د خان ځینې سیاسي پلویانو هم د هغه د دغه اعلان سره مخالفت څرگند کړ چې پکې د بلوڅانو د سیاسي گوندونو مشران هم شامل دي.

د پاکستان صدراعظم خان د سختو نیوکو نه وروسته د پاکستان په پارلمان کې یوځلې بیا خپله خبره تکرار کړه او وی ویل چې د بشریت په اساس یې دغه خبره کړیده. هغه وویل چې اوس دا مسله حل نشي نو بیا به اخیر کله حل کیږي.

ښاغلي اختر منگل د پاکستان په پارلمان کې پخپلې وینا کې وویل چې عمران خان ورسره لوظ کړې و چې افغانان به خپل ملک ته بیرته ولیږل شي خو اوس عمران خان هغوي ته د تابعیت د ورکولو اعلان وکړ چې دا یې د لوظ نه سرغړونه ده.

د بلوچستان د یو سیاسي گوند بي این پي غړي ثنا الله بلوڅ د جیو خبریال حامد میر ته وویل چې بلوچستان د ډیرو ستونزو سره مخ دی او افغانانو ته د تابعیت د ورکولو په اړه که ورسره سلامشوره ونشوه نو هغوي به د حکومت سره خپل ائتلاف ختم کړي.

د پاکستان بلوڅان چې د پښتنو سره د بلوچستان په صوبه کې یو ځاې اوسیږي، اکثر د افغانانو مهاجرنیو په اړه اندیښنې څرگندوي.

په واشنگټن کې ازاد خبریال ملک سراج اکبر وایي چې بلوڅان دا گڼي چې د دغې صوبې پښتانه غواړي هغوي په اکثریت کې شي او بلوڅان پخپلې خاورې په اقلیت کې ژوند وکړي.

د عوامي نیشنل گوند یو مرکزي مشر افراسیاب خټک چې د دغه پریکړې هرکلې یې کړیدی، امریکا غږ ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا عمران خان به په خپل اعلان پښیمانه شي، وویل چې خان یواځې خبرې کوي، د عمل لپاره تگلاره نلري.

ښاغلي خټک وویل "د عمران خان مشکلات دوه ‌‌‌‌‌‌ډوله دی . یو مشکل یې د یوې واضحه سیاسی تگلارې نیشتوالې دې . عمران او یا د هغه سیاسی ګوند کومه منظمه تگلاره نلری پی ټی آئي د یوه سیاسی ګوند نه زیات خان فین کلب دی. دویم مشکل یې دا دی چه هغه ته چې چا دغه دنده ورکړېده، که هغوي ورسره پدې فيصله خوښ نه وي نو دی به مجبور شي چې خپله پریکړه بیرته واخلي."

د یادونې وړ ده چې عمران خان نه یواځې د افغان مهاجرین خو بنگالیان چې په کراچۍ کې د دوو لکو پورې دي، د تابعیت د ورکولو اعلان کړی و خو په پاکستان کې په خاصه د افغان مهاجرینو د تابعیت په اړه بحثونه پیل شویدي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG