د لاس رسي وړ اتصالات

هند: پاکستان سره په نژدی راتلونکي کې د خبرو امکان نشته


د هند د دفاع وزیرې نرملا سیتا رمن وایي چې ترڅو د پاکستان نه هند ته د ترهگرو د ننوتلو د کوښښ مخنیوې نه وي شوې د پاکستان سره د خبرو امکانات نشته دی.

هغې وویل چې که د عمران خان حکومت د خبرو د بیا پیلیدل غواړي نو د ترهگرۍ ضد اقدامات به کوي. هغې وویل چې د پاکستان دنوي حکومت د جوړیدو نه وروسته هم د دواړو ملکونو په سرحد د اوربند د قوانینو نه سرغړونه دوام لري.

د هند د دفاع وزیرې دغه خبرې د هند د انگلیسۍ ژبې یوې ورځپاڼې ټامز اف انډیا ته کړیدي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان ملت ته په خپلې لمړنۍ وینا کې ویلي و چې که هند یو گام پورته کړي نو پاکستان به دوه گامه واخلي.

پاکستان د هند هغه تورونه ردوي چې گونې ترهگر د سرحد هغه خوا ته د اوړیدو او هلته د بریدونو کوښښونه کوي.

په نوې ډیلې کې د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې د مذاکراتو په اړه د عمران خان رویه مثبته ده او پکار ده چې هند هم مثبت ځواب ووایي.

پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوه انجم نعیم د امریکاغږ اردو څانگې ته وویل چې عمران خان د پاکستان د نورو سیاستمدارانو نه بدل دی او د راتگ سره یې د هند سره د ښه تعلقاتو خواهش څرگند کړیدی.

هغه وویل چې د دفاع د وزیرې بیان د هند پخوانی دریځ دی، خو اوس هند ته پکار ده چې خپل دریځ نوی کړي.

XS
SM
MD
LG