د لاس رسي وړ اتصالات

فضل الرحمان: پاکستان افغانستان کې د سولې راوستلو وړتیا نه لري


مولانا فضل الرحمان د امریکاغږ سره د یوې مرکې په مهال
مولانا فضل الرحمان د امریکاغږ سره د یوې مرکې په مهال

مولانا فضل الرحمان د امریکاغږ اردو څانگې سره په یوې ځانگړې مرکې کې ویلي دي چې د افغانستان د سولې په پروسې کې د مرستې لپاره د پاکستان د رول ملاتړ کوي خو ویې ویل چې د پاکستان حکومت د دی وړتیا نه لري.

هغه وویل چې د پاکستان حکومت د ولس ملاتړ او صلاحيت نه لري او لدی کبله په پاکستان کې ثبات نشته نو ځکه دوي په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې کردار نه شي لوبولی.

ښاغلي فضل الرحمان وویل: :ایا د امریکا او د طالبانو ترمنځ خبرې به د افغانستان د داخلي سولې لپاره کافي وي؟ تر څو چې د افغانستان ولس خپل منځي سلا مشورې ونکړي او د امن لپاره په یوې فارمولې سلا نه شي تر هغه د افغانستان د سولې د پروسې نه زیاتې هیلې ندي لرل پکار خو مایوسه کیده هم ندي پکار."

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د سولې په پروسې کې ډیر پړاونه مخې ته پراته دي چې د هغې لپاره جدي هڅې پکار دي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې امریکا د ټولې نړۍ نه خپل عسکر بیرته وباسي خو غواړي چې په دغو هیوادونو کې خپل سمبولک شتون ولري نو ځکه د طالبانو سره خبرې کوي.

مولانا فضل الرحمان چې د عمران خان د حکومت سره سخت سیاسي اختلافات لري، د هغه په حکومت یې سختې نیوکې وکړی خو دا یې هم وویل چې د پاکستان ادارې په افغانستان کې د سولې لپاره رول لوبولې شي او هغه به یې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG