د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان کابل ته راځي


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ټاکل شوې د پاکستان صدراعظم عمران خان په همدې روانې اونۍ کې کابل ته سفر وکړي.

د وزارت ویاند ګران هیواد نن شنبه نومبر۱۴(لړم۲۴) ویلي چې کابل ته د خان رسمي سفر د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کیږي.

ښاغلي هیواد ویلي:"د دغه سفر په جریان کې د افغان سولې بهیر، د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا په اړه به نظرونه شریک او بحثونه وکړي."

شاوخوا یوه میاشت مخکې د پاکستان صدراعظم له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دوه اړخیزو اړیکو ، د افغانستان د سولې د بهیر او په افغانستان کې د اوربند د ټینګېدو په اړه په تیلیفون کې خبرې کړي وې.

ولسمشر غني د دې ټلیفوني خبرو پرمهال ښاغلي خان ته افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان ته د عمران خان سفر په داسې وخت کې کیږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او تر هغه وروسته د ولسي جرګې د رئیس میر رحمان رحماني په مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته سفرونه وکړل.

د افغانستان حکومت تل پاکستان د افغانستان ضد وسله والو ډلو ته په پناه ورکولو او ملاتړ تورن کړی، خو پاکستان ورته تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG