د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد او تهران له افغان سولې څخه په ملاتړ توافق کړی


پاکستان او ایران په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستلو له هڅو څخه د ملاتړ لپاره پر لا زیاتې همغږۍ توافق کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره په لیدنه کې دواړو خواو پر افغان سولې خبرې کړي دي.

د بیان له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ظریف ته ویلي چې په افغانستان کې سوله د سیمې د ټیکاو لپاره ډېره مهمه ده.

په بیان کې د ښاغلي قریشي له قوله راغلي: "بین‌الافغاني مذاکراتو تاریخي فرصت برابر کړی دی چې ټولې خواوې باید د ټول‌شموله، پراخ بنسټ او هراړخیزه تفاهم لپاره ترې استفاده وکړي".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په خپل ټویټر کې لیکلي چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان، د دغه هېواد لوی درستیز قمر جاوید باجوه او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یې د افغانستان په ګډون د سیمې د مسلو په تړاو د تهران او اسلام اباد ترمنځ پر همغږۍ خبرې کړي دي.

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني هم د سې شنبې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان په ۱۹مه سرمشریزه کې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګېدو لپاره د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي غني په خپله وینا کې افغانستان د سیمې د ارتباط د یو پل په توګه یاد کړ او په دغه هېواد کې یې سوله د سیمې د ټيکاو لپاره مهمه وبلله.

XS
SM
MD
LG