د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: پاکستان تر دې وروسته تپل شوې جنگونه نکوي


د پاکستان صدراعظم په لمړني ځل شمالي وزیرستان ته سفر کړیدی او پدغه سفر کې یې ټینگار کړی چې پاکستان به اینده د نورو لخوا په تپل شوو جنگونو کې برخه نه اخلي

د ښاغلي عمران خان سره میرامشاه ته د سفر په مهال د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه او د پښتونخواه وزیراعلی حیدر علی هم ملگري و.

د پاکستان د ډان نیوز ورځپاڼه لیکي چې عمران خان وویل "پاکستان به د گاونډي افغانستان د سولې په پروسې کې خپله برخه رول لوبوي. ځکه چې په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره مهمه ده"

صدراعظم عمران خان پدغه موخه د قبایلو ستاینه وکړه

د پاکستان د پوځ ویاند په یو ټویټ کې د عمران خان له قوله لیکلې دي چې پاکستان چې د ترهگرۍ ضد جنگ کې څومره قربانیانې ورکړیدي، بل هیڅ کوم ملک ندي ورکړي.

"صدراعظم د قبایلي سیمو خلک د ترهگرۍ د چیلنجونو او د مشکلاتو سره د مقابلې له کبله وستایل. هغه د پاکستان د پوځ د کامیابیو یادونه هم وکړه. نوی پاکستان جوړیدونکی دی."

د یادونې وړ ده چې د عمران خان د سفر پر مهال د شمالي او جنوبي وزیرستان نه د پاکستان پارلمان ته منتخب استاځي محسن داوړ او علي وزیر موجود نه و.

علي وزیر د امریکاغږ راډیو ته وویل چې د عمران خان سره د دغې دورې په مهال د پوځ پر ځای د ولسي استاځو اړتیا وه. هغه وویل "مونږ عمران خان ته د پوځ د سیورې لاندې وزیرستان ته د راتگ بلنه نه وه ورکړي."

علي وزیر پدغه موضوع په خپل ټویټ کې ولیکل

"مونږ د دیموکراسۍ د فکر په اساس عمران خان ته بلنه ورکړي وه چې وزیرستان ته سفر وکړي خو باید هغه د دیموکراسۍ او د دیکتاتورۍ په فکر کې توپیر نشي کولی."

دا د پاکستان د صدراعظم عمران خان دغې سیمې ته لمړنې سفر دی. عمران خان پخلپو خبرو کې وایي چې وزیرستان یې مورنۍ سیمه ده.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG