د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د چین لوی اقتصادي پروژې د نارامۍ سبب شوي


n
n

په کراچۍ کې د چین په قونصلگرۍ برید ښیي ځینې ډلې نه غواړي چین په پاکستان نفوذ ولري.

بیجنگ په پاکستان کې د ملیاردو ډالرو پانگه اچونه کوي چې د ځینې کارپوهانو په وینا دغه به پاکستان د یو بیسارې پور د بار د لاندې کړي.

په کراچۍ کې د جمعې د ورځې برید چې پکې دوه تنه پاکستاني پولیس او دوه تنه ملکیان ووژل شول، د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې یې مسولیت په غاړه واخیست. بلوڅ بیلتون غوښتونکې په پاکستان تور لگوي چې بلوڅان یې د هغوي د خپلې خاورې د زیرمو نه قصدا محرومه کړې دي خو د چین زیاتیدونکی نفوز هغه څه دي چې زیات خلک یې اندیښمن کړي.

د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهلیز پروژه (CPEC) د چین یوې لوی اقتصادي پروژې "د یو کمربند- یوه لار" برخه ده. دغه پروژه د چین د ولسمشر شي جینپنگ پروژه ده چې چین به د مرکزي، جنوبي اسیا او د اورپا سره ونښلوي. دا پروژه د وریښمو تاریخي لار ته عصري بڼه ورکوي.

د یوې اندازې سره سم چین په دغه پروژه ٧٥ ملیارده ډالره مصرفوي.

د نورو پروژو ترڅنگ چېن د پاکستان سره د گوادر د بندر په جوړولو کې هم مرسته کوي.

د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان تیره اونۍ چین ته سفر وکړ او وې ویل چې د چین سره یې د پور د بیرته ورکولو په مشکلاتو خبرې کړیدي خو دا لا نده معلومه چې چین د پاکستان سره کوم ډول مرستې ته تیار دی او کنه.

د پاکستان او د چین ترمنځ وروستیو پرمختگونو او اقتصادي پروژو بلوڅان اندیښمن کړیدي. دوي وایي چې دغه ډول پروژې یواځې د پنجاب صوبې په گټه تمامیږي.

د پاکستان د حکومت نه ځینو ناراضه بلوڅانو د دولت ضد وسله وال جنگ هم پیل کړیدی او وایي چې دوي د پاکستان نه ازادي غواړي.

د چین د قونصلگرۍ د دغې حمله مسولیت د بلوڅانو د ازادۍ پوځ په نوم ډلې اخیستی دی. دغې ډلې په همدې کال کې د چین په مختلفو پروژو په لسگونو بریدونه ترسره کړیدي.

د ٢٠١٨ کال په لمړیو کې همدې ډلې په کراچۍ کې په چینایانو ډزې وکړی چې یو پکې ووژل شو.

د اگست په میاشت کې د بلوڅانو د ازادۍ پوځ په چینایانو او د هغو په پروژو د لویو حملو خبرداری ورکړ او وی ویل چې حملې به تر هغه جاري وي ترڅو چین د بلوڅانو د منرالونو او شتمنیو غلا نه لاس وا نه خلي.

XS
SM
MD
LG