د خوندیتوب او بحران کمولو موسسې پخپل کلني راپور کې په افغانستان کې د رسنیو د ۳۷ کار کوونکو، د بشري حقوقو او مدني فعالانو د وژل کېدو خبر ورکړی چې ۱۱ یې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو څلورو میاشتو کې وژل شوي.
په دغه راپور کې په دوو وختونو (لومړی د جمهوري ریاست دوره د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له پیل څخه بیا د اګست تر ۱۴مې او د طالبانو حکومت موده کې د اګست له ۱۵ مخې بیا د ۲۰۲۱ کال) تر پای پوري ثبت شوي دي.
د خوندیتوب او بحران کمېدو موسسې نن چهارشنبه مارچ۲۳ (وري دریمه) ویلي چې د ۲۰۲۰ کال په وروستیو میاشتو کې په دغه هیواد کې د بشري حقوقو او مدني فعالانو هدفي وژنو زور اخیستی و د ۲۰۲۱ کال تر اتمې میاشتې پورې دوام لاره.
په راپور کې راغلي دي چې په مدني فعالانو د بریدونو مسئولیت چا نه دی منلی. راپور وايي چې تېرکال طالبانو په مذاکراتو کې ګډون کړی و او د همدې احتمال له کبله یې "په ښکاره د دغو بریدونو مسئولیت نه اخیسته، په زیات احتمال سره طالبان د زیاتو بریدونو پېښو مسؤول" دي.
په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو تر حاکمیت وروسته هم بشري او مدني فعالان د انتقامي اقداماتو له ګواښ سره مخ شوي او په خبره یې په دغه موده کې ۱۱ فعالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي چې لږ تر لږه څلور یې ښځې وي.
په راپور کې ویل شوي: "د مدني ټولنو درې غړي په ننګرهار کې په بیلابېلو پېښو کې وژل شوي دي،په داسې حال کې چې د ننګرهار مرکز جلال اباد کې دوه تنه د طالبانو حکومت په لومړیو ورځو کې په لاریون کې د ډزو له امله وژل شوي دي."
د دغه راپور په اساس د قربانیانو دوستانو او د مدني ټولنو غړو د اګست تر پنځلسمې وروسته د درې هدفي وژنو مسؤلیت پر طالبانو اچولی دی.
د دې سر بیره پر فعالانو او رسنیو پر کار کوونکو نهه مرګونې بریدونه د ناڅرګندو وسله والو کسانو لخوا شوي دي چې د راپور په اساس یاد بریدونه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې شوه، راپور زیاتوي چې "احتمالاً دغو بریدونو د طالب وسله والو لخوا شوي وي."
راپور وایي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته بیا د ۲۰۲۱ میلادي کال د ډسمبر تر پای پوري د طالبانو لخوا د رسنیو۱۲ کار کوونکي او مدني فعالان نیول شوي دي.او په خبره تر نیولو وروسته وهل ټکول شوي دي.
د طالبانو حکومت تر دا مهاله ددغه راپور په اړه څه نه دي ویلي،خو تیره اونۍ د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په یو فرمان کې د طالبانو حکومت له ملکي او نظامي سرتیرو څخه غوښتي و چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.