د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف وايي، راتلوونکی کال ۶۰۰زره افغان ماشومانو ته ۲۰زره درسي ټولګي جوړوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (يونیسف) په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په دغه هیواد کې د خپلو ښوونیزو پروګرامونو د پراخولو خبر ورکړی دی.

یونیسف د پنجشنبې په ورځ ناوخته ډسمبر اتمه (لېندۍ ۱۷) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ټاکل شوې په راتلوونکي ۲۰۲۳ میلادي کال کې په افغانستان کې ۶۰۰زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې زیاته کړې چې دغه افغان ماشومانو ته به په ۲۰زره سیمه ییزو ټولګیو کې د زده کړو زمینه برابره شي.

یونیسف ویلي: "موږ په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په ټول افغانستان کې د خپلو تعلیمي پروګرامونو د پراخولو په هڅه کې یو. موږ اوس مهال د ټولګیو جوړولو په حال کې یو چې د زده کړو لپاره خوندي او ګټور وي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په تېره سپټمبر میاشت کې ویلي و چې د «موجوده او نوي ټولنې پر بنسټ د زده کړو له لارې» د ۳۸۹زره ماشومانو ملاتړ کړی دی چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت مسؤلینو د معلوماتو له مخې (يونیسف) اوس مهال په افغانستان کې ۹۰۰۰ سیمه ییز تعلیمي ټولګي لري.

د دغه وزارت ویاند احمد رایان د مۍ میاشتې پر ۲۱ (غوايي ۳۱) ویلي و چې یونیسف د دې ترڅنګ د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې د ۵زره نورو درسي ټولګيو جوړولو پلان لري.

په افغانستان کې د دغه ادارې د ارتباطاتو مسؤل سام مورت ویلي و چې په دغه پروګرام کې به ۱۴۰زره ماشومان چې نجونې او هلکان پکې شامل دي تر پوښښ لاندې ونیول شي؛ هغه هیواد چې ۳.۷ میلیون ماشومان پکې ښوونځي ته له تګ څخه محرومه دي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت څخه د څه باندې کال په تېرېدو سره، د نجونو لپاره د ښوونځيو د متوسطې او لېسې دروازې بندې دي او د طالبانو حکومت د خپلې ژمنې خلاف د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ د ورې میاشتې پر دریمه نېټه، یو ځل بیا اعلان وکړ چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر بلې خبرتیا پورې بند وي.

XS
SM
MD
LG