د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په خونړۍ جگړې کې ماشومان وژل کیږي


د عراق په جگړې کې تر اوسه پورې په زرگونو ماشومان وژل شویدي. د ماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو اداره یونیسف وایي چې د عراق جگړه د ماشومانو لپاره د تر ټولو خونړیو جگړو نه یوه ده.

د ٢٨ کلنې عراقۍ ښځې زمینه مخول دوه ماشومان هم په جگړې کې وژل شویدي. هغې د امریکا غږ ته وویل "زما زوي مومن به هر وخت لوبې کولی، زما زوی څلور کلن و، او هغه وخت چې ووژل شو، لوبې یې کولی."

زمینې خپل نهه میاشتنۍ لور ویده کړي وه، چې د یوې چاودنې اواز یې واوریده. دا د ٢٠١٦ کال د دسمیر میاشت وه. هغوي چې په کومه سیمه کې اوسیده، چارچاپیره ترینه د اسلامي دولت د ډلې وسله وال و. مخول وایي چې ما منډه کړه، دغه وخت دیوال وغورځیده.

هم دغه وخت یوه بل بم د هغوي په کور ولگیده.

د هغې کور ولویده او گاونډیانو د زمینې د څلور کلن زوي او نهه میاشتنۍ لور مړي د خاورو نه راویستل.

د عراق په جنگ کې د ٢٠١۴ کال نه واخله تر اوسه پورې زر تنه ماشومان وژل شویدي.

د ماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو اداره یونیسف وایي د ٢٠١۴ کال راهیسې چې داعش د موصل ښار په شمول د عراق ځینې سیمې ونیولی نو د ٥ ملیونو نه زیات ماشومان بیړنیو مرستو ته اړ شول.

په عراق کې د یونیسیف استاځی پیټر هاکنز وایي "په ټول عراق کې، ماشومان د ډیر سخت وحشت سره مخ دي. هغوي وژل شوي، زخمیان شوي، برمته شوي، او ځینې دیته مجبوره شویدي چې قتلونه وکړي. د عراق جنگ د تاریخ د تر ټولو ظالمانه جنگ دی."

په داسې حال کې چې د موصل د بیرته نیولو لپاره جگړه روانه ده، د موصل گڼ شمیر اوسیدونکو په دغو مشکل حالاتو کې هم خپل کورونه پریښودل او د ښار نه د باندې ووتل.

په روغتونونو کې ډاکټران وایي چې اکثره ماشومان د خوراک د نشتون له وجې هم ناروغه شویدي خو زیاتره ماشومان په جنگ کې زخمیان شویدي.

څنگه چې د موصل اوسیدونکي خوندي سیمو ته د تښتیدو په هدف د کورونه نه د باندې راوځي نو د داعش ډلې وسله وال پري ډزې کوي.

سجا چې یوه کلنه ده، مور یې وایي چې څو میاشتې تېرې شوېدي چې دهغې ماشومې سم خواړه ندي کړي. اوس هغه په روغتون کې په ډیر خراب حالت کې پرته ده. ډاکټران وایي چې کوښښ کوي چې د هغې ژوند خوندي کړي.

د سجا مور وایي "اوس خو د ترهگرو د کورنۍ غړي هم غواړي چې د موصل نه وتیښتي. وضع بیخې زیاته خرابه ده".

د ماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو اداره وایي چې د موصل د نیولو لپاره په دی جگړې کې ، ترهگر نه یواځې د ماشومانو مورپلار وژني خو ماشومان هم وژني.

هغه کسان چې د موصل نه خوندي سیمو ته را رسیدلې دي، وایي چې په موصل کې ماشومان د ولږي نه هم مري.

د بشري حقوقو فعالینو خبردارې ورکړیدې چې ټولې خواوې دی د ماشومانو خوندیتوب ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG