د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په موصل کې یو تاریخې جومات تباه کړی


د داعش تور بیرغ
د داعش تور بیرغ

د عراق پوځ وایي چې د اسلامي دولت ډلې د عراق د موصل په ښار کې یو مشهور او تاریخې جومات چې النوري نومیده، وران کړی دی.

د عراق پوځ دغه اعلامیه د چارشنبې په ورځ خپره کړه. د عراق پوځ وایي چې کوښښ یې کاوه د اسلامي دولت ډله د دغې سیمې نه وشړې.

د اسلامي دولت د ډلې مشر ابوبکر بغدادي دوه کاله مخکې د دغې لرغونې جومات نه په عراق او سوریې کې د اسلامي خلافت اعلان کړی و.

د عراق پوځ د دغې جومات یوه عکس خپور کړیدی چې پکې ښیي دغه جومات او موناره یې غورځیدلې.

د عراق د پوځ دغه اعلامیه وایي "د داعش ترهگرې ډلې یو بل تاریخي جرم وکړ چې د النوري تاریخي جومات او د هغې الهبدا موناره یې تباه کړه."

دغه اعلامیه زیاتوي چې د داعش ډلې په داسې وخت کې په دغه جومات کې بمي چاودنه وکړه چې عراقې قواوې د دغه جومات ٥٠ میترۍ ته رسیدلي وې او د اسلامي دولت د ډلې ترهگر یې محاصره کړي و.

عراقي قواوو د چارشنبې په سحر ویلي و چې هغوي دغه جومات ته نژدی شویدې او د امریکا قواوې ورسره په هوایي او ځمکنيو عملیاتو کې مرسته کوې.

د عراق پوځ د موصل د ښار دغه عملیات د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې پیل کړي و.

د اسلامي دولت د ډلې مشر بغدادي په ٢٠١۴ کال کې د جولایي په ۴ نیټه په عراق او سوریې کې د ځینو سیمو د نیولو نه وروسته د النوری د جومات نه د خپل خلافت اعلان کړی و.

د ٢٠١۴ کال د جون د میاشتې راهیسې په دغه جومات باندې د داعش تور بیرغ پورته شوی و.

بغدادي د دغه جومات نه په لومړي ځل ویډیویي وینا کړي وه او هم دغه د هغه یواځینۍ ویډیو ده.

XS
SM
MD
LG