د لاس رسي وړ اتصالات

د عمان په منځګړیتوب، ایران یو ډنمارکی او دوه ایراني الاصله اتریشي اتباع له بند څخه خوشي کړل


 ښې لورې ته کامران قادری او کیڼ لورې ته مسعود مصاحب، دوه ایراني الاصله اتریشي اتباع
ښې لورې ته کامران قادری او کیڼ لورې ته مسعود مصاحب، دوه ایراني الاصله اتریشي اتباع

د بلجیم صدر اعظم، الکساندر دي کرو ، نن جمعه د جون دوهمه (غبرګولي ۱۲مه) وویل چې ایران د عمان په منځګړیتوب یو ډنمارکي تبعه او دوه ایراني الاصله اتریشي‌ اتباع چې په ایران کې بندیان وو خوشې کړي دي. هغه وویل چې دغه کسان به بلجیم ته انتقال شي.

ښاغلي دي کرو زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو د اتباعو د خوشې کیدو په اړه یې د ډنمارک او اتریش حکومتونو ته خبر ورکړی دی.

د دغو کسانو خوشې کېدل یوه اوونۍ وروسته له هغې کیږي چې تهران د بلجیم یو مرستندویه کارکوونکی اولیور ونډکاسټیل له یو ایراني ډپلوماټ اسدالله اسدي سره چې په ترهګریزو کړنو محکوم شوی و، تبادله کړ.

اسدي چې د اتریش په پلازمیه، ویانا کې د ایران سفارت دریم سکرټر و، په ۲۰۱۸م کال د بلجیم په یوې محکمې کې د پاریس څخه بهر د 'ایران د مقاومت ملي شورا' په لاریون کې د بمي برید د پلان په تور زنداني شو.

د اتریش په پلازمینې ویانا کې چارواکو د خپلو اتباعو د خوشې کیدو په غبرګون کې ویلي چې، خوشې شوي کسان هر یو کامران قادري او مسعود مصاحب دوه ایراني الاصله – اتریشي اتباع دي. د یادو چارواکو په وینا، قادري د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ او مصاحب د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې د ایران امنيتي‌ مامورینو خوا په "ناحقه" نیول شوي او زنداني شوي وو.

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر الکساندر شولنبرګ د خپلو دوو اتباعو د خوشي کېدو په تړاو د بلجیم له هلو ځلو څخه په مننې وویل: "د دوی د خلاصون لپاره زموږ د کلونو ډپلوماټیکې هڅې ګټورې وې... نن زموږ د ټولو لپاره ډیره احساساتي ورځ ده."

په ورته وخت کې، د ایران لخوا د خوشې شوي ډنمارکي وګړي هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی. د بلجیم صدر اعظم دفتر څخه په یوې اعلامیې کې ویلي شوي چې یاد ډنمارکي تبعه د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې په ایران کې د ۲۲ کلنې کردۍ پیغلې مهسا امیني له وژل کیدو وروسته د حکومت ضد لاریونونو په ترڅ کې نیول شوی او بندي شوې و.

د اعلامیې پر بنسټ، د بلجیم حکومت اوس مهال د یاد ډنمارکي او دوه ایراني‌الاصله اتریشي اتباعو په ایستلو بوخت دی.

ددغو دریو کسانو د خوشي‌کېدو خبر پداسې حال کې خپریږي چې په لسګونه لویدیځ پاسپورت لرونکي لا هم په ایران کې بندیان دي.

د بشري حقونو ډلې وايي چې دغه نیولی شوي کسان بې ګناه دي او د ایران حکومت لخوا د یرغمل نیولو د قصدي پالیسۍ د یوې برخې په توګه چې د بهرنیو حکومتونو څخه امتیازات ترلاسه کړي، نیول کیږي.

خو تهران ټینګار کوي چې د ټولو نیول شويو بهرنی اتباعو قضیې د مناسبې قضايي بهیر له لارې څیړل کیږي. په ورته وخت کې د بشري حقونو فعالان وايي، ښايي‌ د ایران په جیلونو کې نور بهرني‌ اتباع هم وي چې دوی ورڅخه خبر نلري.‌

له هغې ډلې څخه ایراني الاصله امریکايي سوداګر سیامک نمازي دی چې د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې له نیول کېدو راهیسې په ایران کې بندي دی. د هغه پلار محمد باقر نمازي، چې د یونیسف پخوانی کارکوونکی و، د ۲۰۱۶ کال په فبرورۍ کې هغه مهال د ایران د امنیتي ځواکونو لخواونیول شو، چې ایران ته د خپل زوی د خلاصون لپاره تللی و.

دوی دواړه د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر میاشت کې د جاسوسۍ په تور په ۱۰ کاله بند محکوم شول. باقر له ۲۰۱۸ کال راهیسې په کور کې نظر بند وو، په ۲۰۲۰ کال کې یې سزا کمه شوه او بالاخره د اکتوبر په میاشت کې د درملنې لپاره له هیواده د وتلو اجازه ورکړل شوه.

ددوې برسیره، یو شمېر نو ایرانيان چې دوه ګونې تابعیت لري، په دغه هېواد کې بندیان دي. د بیلګې په توګه، مراد طاهباز او عمار شرقي چې دواړه ایراني الاصله امریکايي اتباع دي.‌ ایراني الاصله جرمنۍ، ناهید تقوي، مهران روف چې د بریتانیا او احمد رضا جلالي چې سویډن تابعیت لري.‌

د امریکا متحده ایالات او اروپايي هیوادونه د ایران پر اسلامي جمهوریت تور لګوي چې د دوه ګوني تابعیت لرونکي او بهرني اتباع په توقیف او یرغمال کولو سره په نورو هیوادونو کې له خپلو بندیانو سره د تبادلې لپاره لاره هواروي.

په ۲۰۱۵ کال کې د اټمي تړون پر مهال، ایران د دوه ګوني تابعیت لرونکي پنځه بهرني بندیان په امریکا کې له ایراني بندیانو سره تبادله کړل.

XS
SM
MD
LG