د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د تفاهم له مخې ایران کې پر ۲۰۰ افغان بندیانو د اعدام سزا نه تطبیق کیږي


د بخښنې د نړیوال سازمان د راپور له مخې د ایران حکومت ۲۰۲۲ کال کې ۷۵ تنه اعدام کړي و
د بخښنې د نړیوال سازمان د راپور له مخې د ایران حکومت ۲۰۲۲ کال کې ۷۵ تنه اعدام کړي و

په داسې حال کې، چې د هلمند د سیند د اوبو د ویش په سر د طالبانو او ایران د حکومت ترمنځ په دې وروستیو ورځو کې ناندریو زور اخیستی د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران په زندانونو کې په سلګونو افغان بندیان د اعدام سزا سره مخ دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د ملي تلویزیون سره په مرکه کې، چې د شنبې په ورځ مۍ ۲۰ (ثور ۳۰) رسنیو سره شریکه شوې په ایران کې د اعدام د سزا سره د مخ افغان بندیانو شمیر ۲۰۰ تنه ښودلی دی.

خو ضیا احمد تکل ویلي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو تفاهم له مخې ایران په دې موافقه کړې، چې په دغه شمیر افغانانو به د اعدام سزا نه پلې کیږي.

ضیا احمد تکل وویل: د افغانستان اسلامي امارت وکولی شول، چې د ایران سره یو تفاهم ته ورسیږي، ترڅو هلته دوه سوه هغه افغانان چې په اعدام محکوم شوي و، هغوی له اعدام څخه وژغوري او پر هغوی به د اعدام سزا نه تطبیق کیږي".

خو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دا ونه ویل، چې دغو بندیانو ته سزا معاف شوې او که د اعدام سزا یې بلې سزا ته بدله شوې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغو ۲۰۰ افغان بندیانو د اعدام سزا د بخښلو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ایران د بندیانو د اعدام په برخه کې په نړۍ کې دوهم ځای خپل کړی دی.

د بخښنې د نړیوال سازمان د یو راپور له مخې ایران په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۷۵ تنه په دار ځړولي و. د طالبانو محکمې هم په عام محضر کې د اعدام سزاګانې تطبیق کوي.

تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کارپوهانو په یو راپور کې ویلي و، چې د طالبانو له خوا د اعدام د سزا د تطبیق د خبر په اوریدو یې ټکان خوړلی دی.

د افغانستان سترې محکمه، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي، چې د طالبانو محکمو ۱۷۵ کسانو ته د قصاص او ۳۵ تنو نوروته د سنګسار سزاګانې اورولي دي.

له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو انتقال

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په ایران کې د افغان بندیانو په اړه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د انتقال په برخه کې پرمختګ شوی او لا هم ایراني چارواکو سره په دې اړه خبرې روانې دي.

ضیا احمد تکل د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې وروسته له ایران څخه د زرو په شاوخوا کې هغه بندیان، چې د ښاغلي تکل په وینا دوسیې باید په افغانستان کې وڅیړل شي دغه هیواد ته انتقال شوي دي.

ضیا احمد تکل وویل: "د اختر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت او نورو اداراتو په ملتیا د ایران اسلامي جمهوریت سره تفاهم لیک ترسره کړ، چې له مخې به یې هغه افغانان چې په ایران کې بندیان دي هغه افغانستان ته راوړل شي او دلته به یې دوسیې څیړل کیږي چې تر دې مهاله د زرو تنو پورې هغه افغان بندیان چې باید دوسیې یې وڅیړل شي افغانستان ته انتقال شوي".

د راپورونو له مخې په ایران کې اکثره افغان بندیان د قانوني اسنادو نه لرلو ترڅنګ د نشه یي توکو د قاچاق اوپه نورو جنايي جرمونو بندیان شوي دي. ځینو رسنیو په راپورونو کې ویلي و، چې په ایران کې په بندي افغانانو کې د پخواني رژیم یو شمیر هغه پوخیان هم شته دی، چې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته له افغانستان څخه دغه هیواد ته تښتیدلي و.

د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د شمیر په اړه کره معلومات نشته دی. خو د رپوټونو له مخې په زرګونو افغانان ددغه هیواد په زندانونو کې بندیان دي.

ایران د افغانستان پخواني رژیم سره د بندیانو د تبادلې یو تړون لاسلیک کړی و، چې له مخې یې په وروستیو کلنو کې په سلګونو افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته انتقال شوي و.

کابل کې د ایران پخواني سفیر بهادر امنیان د ۱۳۹۹ لمریز کال د قوس په میاشت د پخواني رژیم د عدلیې وزیر سره په کتنه کې د ایران په زندانونو کې د بندي افغانانو شمیر تر ۲۰ زرو پورې ښودلی و.

XS
SM
MD
LG