د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ افغانستان کې مثبتې پېښې نږدې ۲۸۵۰۰ ته لوړې شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۵۴۶ تنه په کروناویروس اخته شوي چې ورسره په دغه هېواد کې د کویډ۱۹ ناروغانو شمېر ۲۸زره او ۴۲۴ ته لوړ شوی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ تنه له دغې ناروغۍ مړه شوي او ۳۳۰ نور بېرته روغ شوي دي.

د ورغتیا وزارت د رسمي شمېرو په اساس په افغانستان کې د کروناویروس د خپرېدو له پیل راهیسې تر اوسه ۵۶۹ تنه دغې ناروغۍ مړه کړي او نږدې ۸۳۰۰ تنه بېرته ترې روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې د افغانستان به لابراتوارونو کې تراوسه د کروناویروس ۶۳زره او ۹۵۱ معاینې شوي چې له دې شمېرې ۲۸زره او ۴۲۴ یې مثبتې تشخیص شوي دي.

خو په دغه هېواد کې د تشخیصه کیټونو د کموالي او په معایناتو کې د ځنډ له امله زیات شمیر افغانان چې په دې ناروغۍ اخته شوي د معاینې لپاره لابراتوارونو ته نه ځي او په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې دي.

ځینې یې په ټولنیزو رسنیو کې د کروناویروس علایمو ته په کتو خپله ناروغي تائیدوي او یو شمیر نور له دغې ناورغۍ څخه د خپلو عزیزانو د مړینې خبر ورکوي.

دې مسلې ته پاملرنې ښايي په افغانستان کې د کروناویروس له امله د مړه شویو او په دې ویروس د اخته شویو کسانو شمېره له هغې پورته وي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یې په رسمي ډول له رسنیو سره شریکوي.

دغه وژونکی ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالتت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ ۱۸۸ هېوادونو ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون معلومات ښيي چې د شنبې تر ورځې جون ۲۰ (غبرګولي ۳۱) په نړۍ کې نږدې اته میلیونه او ۶۶۷زره په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې ۴۶۰زره تنه مړه شوي.

XS
SM
MD
LG