د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د کروناویروس ټولې معاینې سمې دي؟


سره له دې چې د کروناویروس د وبا د خپریدو نه څو میاشتې تیریږي، خو تر اوسه متخصصین پوره ندي پوه شوي چې ددې ناروغۍ د لابراتواري ازموینو مختلف ډولونه څومره دقیق او سم دي.

په سترو طبي مرکزونو کې متخصصین ټینګار کوي چې اوس ددې وخت دی تر څو د کروناویروس د مختلفو معاینانو او ازمایښتونو د سموالي په اږه څیړنه وشي.

د کروناویروس د وبا د خپریدو شدت ددې سبب شو چې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون په اکثرو هیوادونو کې د کروناویروس څو ډوله ازموینو ته سمدستي اجازه ورکړل شي، پداسې حال کې چې د یو شمیر ازموینو د ګټورتیا په اړه سم پوهاوی نه و.

اوس د امریکا د درملو او غذایي توکیو د ادارې کارپوهان غواړي د کروناویروس د لابراتوري ازموینو د سموالي او دقت په اړه ښه اسناد او مدارک وړاندې کړي چې ډاکتران پوه شي چې په څو تیرو میاشتو کې څومره ازموینې ناسمې وې.

په تیرو څو اونیو کې موندنو ښودلي چې د کووید۱۹ یو شمیر ازموینې د هغو معایناتو په ګډون چې هره ورځ په سپینه ماڼۍ کې کیږي ښایي د تشخیص پوره دقت نلري.

د امریکا د درملو او غذایي توکیو ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د کووید۱۹ ناروغۍ د ازمایښونو یا معایناتو له تولید کوونکو څخه یې غوښتي چې د خپلو محصولاتو د سموالي او ګټورتیا په اړه څیړنې پیل کړي.

تر اوسه په امریکا کې د کروناویروس څه دپاسه ۱۱۰ ډولونه ازموینې کارول کیږي، چې د اسوشیتیدپرس آژانس د موندنو پر بنسټ لږ تر لږه د ۸۰ ډولونو د سموالي په اړه لږ خلک پوهیږي.

سره له دې چې د کروناویروس د معایناتو او ازمایښونو تولید کوونکي خپل محصولات په لابراتوارونو کې د ویروسي نمونو سره ازمایښت کوي، روغتیایي کارپوهانو ویلي دي چې دغه ازموینې باید پر انسان باندې ترسره شي چې ګټه یې سمه معلومه شي.

د امریکا د درملو او غذایي توکیو ادارې تیره میاشت د ابوت شرکت د چټکو معاینو د سموالي د احتمالي ستونزو په اړه چې په ۱۵ دقیقو کې د ازموینې نتیجه وړاندې کوي، ډاکترانو ته خبرداری ورکړ. خو ددې سره سره د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ددغو ازموینو ستاینه کړې ده او د هغې څخه هره ورځ د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو او مراجعینو د معاینې لپاره کار اخیستل کیږي.

وروسته د نیویارک پوهنتون رپوټ ورکړ چې د ابوت شرکت چټکه معاینه د دریو څخه یو یا نیمایي ناروغان نشي تشخیص کولای. خو د ابوت شرکت دغه رپوټ رد کړ او وویل چې د ازموینو پر وخت لارښونو ته سمه پاملرنه نده شوې.

په یوې ازموینې کې د پوره دقت او نه پاملرنه ښایي ناروغان په ځانګړې توګه هغوی چې اعراض نلري روغ تشخیص کړي او د ویروس پراخیدو ته زمینه برابره شي.

کارپوهان وایي که د کروناویرسو یوه ازموینه ۹۵ فیصده ګټوره وي، یو میلیون انسانان پرې معاینه شي او د ۵۰زرو کسانو د معاینو نتیجه منفي وښودل شي؛ دا کار د کرونا په ویروس د ډېرو نورو انسانانو اخته کېدو ته لا پرانیزي او سلګونو زره نور کسان پدې ناروغۍ اخته کولای شي.

XS
SM
MD
LG