د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا د ۲۵۳ تازه مثبتو پېښو ثبت


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کروناویروس ۱۳۳۴ مشکوک سمپلونه ارزول شوي چې ۲۵۳ یې مثبتې دي.

د کروناویروس تازه مثتبې پېښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، کندز، بادغیس، بدخشان، غزني، غور، فراه او زابل ولایتونو کې ثبت شوي دي، چې ورسره په افغانستان کې په دغې ناروغۍ د ټولو اخته شویو کسانو شمیر ۴۴زره او ۱۷۷ ته پورته شوی دی.

د روغتیا وزارت په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس له امله د پنځو کسانو د مړینې خبر هم ورکړی دی. د مړینې د تازه بېښو په ثبت سره په افغانستان کې له دغې ناروغۍ د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۱۶۵۰ ته رسېدلی دی.

دغه وزارت همداشان ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۴ تنه له دغې ناروغۍ بېرته ښه شوي دي. په دې سره د ټولو روغ شویو کسانو شمیر ۳۵زره او ۳۳۹ تنو ته پورته شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت شمیرې ښيي چې په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې یوځل بیا مخ په زیاتېدو دي او یوازې په تیره شپه او ورځ کې ۱۹سلنه زیاتې شوي دي.

کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په وروستیو کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکې سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکنیز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې نومبر ۱۹ (لړم ۲۹) په نړۍ کې څه باندې ۵۶ میلیونه او ۲۷۰زره تنه په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له یو میلیون او ۳۴۹زرو څخه زیات کسانه له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG