د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې لس تنه نور د کرونا له امله مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کروناویروس لس تنه اخته شوي کسان په افغانستان کې مړه شوي دي.

د دغو کسانو له شمېرې څلور تنه په کابل، څلور په تخار او دوه نور په نیمروز او زابل کې مړه شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په دغه هېواد د کروناویروس د وبا له پیل څخه تراوسه ۱۵۹۱ تنه له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

دغه وزارت همداشان ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې ۱۸۶ کسان تازه په کروناویروس اخته شوي چې ورسره په دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمیر ۴۲زره ۷۹۵ ته رسېدلی دی، چې له دې شمیرې څه باندې ۳۵زره تنه بېرته روغ شوي دي.

د کرونایروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې رامنځ ته شو، په چټکۍ سره په یړې مرګونې وبا بدل او په ټولې نړۍ کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې نومبر ۱۲ (لړم ۲۲) په نړۍ کې څه باندې ۵۲ میلیونه او ۱۲۹زره تنه په کروناویروس اخته شوي او له یو میلیون او ۲۸۴ څخه زیات کسان ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG