د لاس رسي وړ اتصالات

کابل نه ډیلي ته د هوايي پروازونو بیې نژدې دوه برابره شوي


له تېرو څو ورځو راپدېخوا افغان هوايي شرکتونو له افغانستان څخه هند ته د خپلو ټکټونو بیې ۳۰۰ امریکايي ډالرو ته لوړې کړي دي.

له کابل نه ډیلي ته یو شمېر تلوونکي افغان مسافرین وايي، مخکې له کابل نه ډیلي ته یو طرفه ټکټ په ۱۲۰ امریکايي ډالر و، خو اوس هوايي شرکتونو دغه بیه ۳۰۰ امریکايي ډالرو ته لوړه کړې ده.

د یادو مسافرینو له ډلې کبیر عرفان پرون د یکشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل:"یو ځل ټکټ راته په ۳۰۰ امریکايي ډالره پیدا شو، وامې خیست، پلار مې ناروغ دی، د درملنې لپاره مې راوستی دی، اوس مجبوره شوم دوه ټکټه په ۶۰۰ امریکايي ډالره واخلم."

نوموړی چې دا مهال په هند کې دی وویل چې یو شمېر نور افغانان د یادې بیې د پرې کولو توان نه‌لري.

د افغانستان هوايي شرکتونه هم مني او وايي، چې له کابل نه ډیلي ته د ټکټونو بیې لوړېدو اصلي لامل د بهرنیو پروازونو مخ د پاکستان د هوايي حریم بندېدل دي.

د اکام ایر شرکت رئيس فرید پيکار تېره ورځ یکشنبه امریکا غږ ته وویل چې د ټکټونو د بیو لوړېدل موقتي دي چې د پاکستان د هوايي حریم په خلاصېدو سره به بیې بېرته مخکني حالت ته راوګرځي.

کام ایر شرکت وايي د ټکټونو بیو لوېدل موقتي دي
کام ایر شرکت وايي د ټکټونو بیو لوېدل موقتي دي

نوموړي زیاته کړه چې افغان هوايي شرکتونه د یادې ستونزې تر رامنځته کېدو وروسته د پاکستان پر ځای د ایران د فضا له لارې هند ته پروازونه کوي چې نسبت پاکستان ته زیاته فاصله او وخت نیسي چې له امله یې لګښت ته په کتو بیې جګې شوي دي.

هغه وویل:"فعلاً چې د پاکستان حریم بند دی پدې خاطر ټکټ ۳۰۰ ډالرو ته لوړ شوی، مخکې چې به د کابل پروازونه د پاکستان له فضا نه هند ته ترېدل یو ساعت او پنځوس دقیقې وخت یې نیوی اوس د ایران له فضا نه د کابل نه هند ته پرواز ۵ ساعته او له هند نه کابل ته ۶ ساعته وخت نیسي."

ښاغلي پیکار زیاته کړه هغه کسان چې د یادې ستونزې تر رامنځته کېدو مخکې ټکټونه اخیستي وي له هغوی یوازې ۱۲۰ او ۱۸۰ امریکايي ډالره اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تېره اونۍ د کب پر ۸مه له هند سره د کړکېچ تر پراخېدو وروسته خپل هوايي حریم د ټولو هوايي پرازونو پر مخ بند کړ.

د پاکستان د هوايي چلند ادارې د تېرې جمعې په ورځ خبر ورکړ چې خپل هوايي حریم به د سوداګریزو پرازونو پرمخ پرانیزي.

پر همدې مهال د افغانستان د هوايي چلند اداره هم د ټکټونو د بیو لوړېدل تائيدوي‌ او زیاتوي چې د پاکستان د هوايي حریم په خلاصېدو سره به یاده ستونزه ژر تر ژره حل شي.

د دغه ادارې ویاند قاسم رحیمي امریکا غږ ته وویل: "د افغانستان ملکي‌ هوايي‌ چلند ادارې د پاکستان د هوايي حریم تر بندېد وروسته تر څېړنو وروسته د ایران فضا انتخاب کړه،دا لار اږوده ده وخت نیسي، روښانه ده چې لګښت راځي همدا لامل دی چې ټکټونه لوړ شوي دي."

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان هېواد تر دامهاله د خپل هوايي حریم خلاصېدو په اړه دوی ته خبر نه دی ورکړی، خو تمه یې وښودل چې رامنځته شوې ستونزه ژر تر ژره هواره شي.

دا مهال یوازې کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکتونه د ایران له لارې هند ته پروازونه کوي.

تر دې مخکې یو شمېر هندي شرکتونو هم د کابل او ډیلي ترمنځ پروازونه کول چې دا مهال بند شوي‌ دي.

XS
SM
MD
LG