د لاس رسي وړ اتصالات

تیر کال افغانستان کې کابو درې میلیونه څرمن تولید شوې


د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي چې تیر لمریز کال په دغه هېواد کې د مختلفو څارویو څه باندې دوه میلیونه او ۷۸۴زره څرمن تولید شوې.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د پنجشنبې په ورځ د اپریل اتمه (وري ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې دا څرمنې د قره‌قل، پسونو، غویانو، اوزو او ګیدړو دي.

هغه وویل چې هرات، غزني، سرپل، پروان، بغلان، فاریاب، کندز، کندهار او فراه د څارویو د څرمنې د تولید اصلي ولایتونه دي او زیاته یې کړه: "له نیکه مرغه کال په کال د څرمنې تولیدولو ته زمینه پراخېږي... د تولید تر ټولو لویه کچه هم د هېواد په شمال کې ده".

ښاغلي رستمي په ۱۳۹۸ کال کې په افغانستان کې د څرمنې د تولید د کچې په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د پخوا په پرتله په ۱۳۹۹ کال کې د څرمنې د تولید کچه په افغانستان کې لوړه شوې ده.

د افغانستان څرمن په ځانګړي ډول د قره‌قل څرمن چې ځانګړی شهرت لري د قره‌قل خولیو او بالاپوشونو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي او د افغانستان په ګډون د سیمې په یو شمیر هېوادونو کې ترې استفاده کېږي.

همداشان د نورو څارویو څرمن هم تر ډېره بهر ته صادرېږي او د بوټانو او جمپرونو په جوړلو او په ټوله کې د څرمنې په صنعت کې ترې کار اخیستل کېږي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو په اساس اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ میلیونه څاروي روزل او ساتل کېږي.

XS
SM
MD
LG