د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان دولت ۲۷ سلنه کار کوونکې مېرمنې دي


د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وايي چې په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې په دولتي عامه خدمتونو کې د افغان ښځو ونډه ۲۷،۳۳ سلنې ته لوړه شوې ده.

د یاد کمېسیون په یوې خبرپاڼې کې راغلي چې په ۲۰۱۷ کې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ۲۲سلنه وه او دغې لړۍ سږ کال ۵ سلنه پرمختګ کړی دی.

د افغان ښځو ټر ټولو ډېرې کارکوونکې یعنې ۴۴ سلنه په ټولنیز خوندیتوب برخې کې په کار بوختې دي، خو برعکس په بنسټیزو او ودانیزو چارو کې بیا د دوی رول نسبت نورو برخو ته تر ټولو کم یعنې ۵ سلنه دی.

په تعلیمي چارو کې د ښځو ونډه دویمه لویه برخه یعنې ۳۲ سلنه ده او له هغه وروسته روغتیايي دریمه لویه برخه یعني ۲۴ سلنه ونډه ښځو ته ځانګړې شوې ده.

افغانستان یوه سنتي ټولنه ده چې تر ډېره پکې ښځو ته د کار کولو لپاره محدودیتونه موجود دي، خو د ښځو د چارو کارپوهان بیا وايي چې دغه پرمختګ ورته یو ښه زېری دی.

بنفشه یعقوبي چې د ښځو د حقوقو فعاله او تر څنګ یې د افغانستان د لویې څارنوالۍ کارکوونکې ده امریکا غږ سره په مرکې کې وویل:

"دا چې په عامه خدمتونو کې د افغان ښځو د ۵ سلنې ونډې د ډېرېدو خبر اورم خوشحاله شوم. خبره دا ده چې که موږ ټول حساب کړو په څلورو برخو کې درې برخې نارینه او یوازې یوه برخې کې ښځې فعالې دي. موږ باید هغې ورځې ته په تمه اوسو چې د ښځینه او نارینه وو ونډه مساوي شي."

مېرمن یعقوبي د جندر مساواتو لپاره هم وړاندیزونه وکړل.

هغې وویل: "لومړی باید موږ د ښځو د ظرفیت د لوړولو لپاره کار وشي، دویم ښځو ته د کار سالم چاپېریال برابر شي او دریم عامه پوهاوی ورکړل شي څو کورنۍ، ښځینه وو ته اجازه ورکړي چې په ادارو کې کار وکړي."

له بلې خوا د د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وايي: "له دې لپاره چې په ملکي سکتور کې د ښځو ونډه ډېره شي، موږ یوه کړنلاره عملي کوو. هغه دا ده چې په ازموینو کې ښځینه وو ته د نارینه وو په پرتله ۵ ډېرې نمرې ورکړل کیږي. دا یوه تشویقي امتیاز دی تر څو د دوی ونډه لا ډېره شي.

که څه هم د افغانستان په عامه خدمتونو کې د کارکوونکو کره شمېر نه دې روښانه خو دغه کمېسیون وايي چې شا او خوا ۴ لکه او ۲۴ زره کارکوونکي په دې برخې کې په کار فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG