د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د پولیو واکسین سره د خلکو همکاري زیاته شوې


د خوست د عامې روغتيا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پوليو ضد کمپاينونو پرمهال له صحي رضاکارانو سره د خلکو ونډه مخ پر زياتېدو ده.
د خوست د عامې روغتيا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پوليو ضد کمپاينونو پرمهال له صحي رضاکارانو سره د خلکو ونډه مخ پر زياتېدو ده.

د خوست ولایت اوسېدونکی احمدشاه وايي، چې په کلي کې يې کله ناکله ماشومان د کمپاينونو پرمهال د ګوزڼ ضد واکسين څخه پاتې کېږي، خو زياتوي چې په دې برخه کې يې سيمه والو خپله همکاري نه ده سپمولې.

هغه وويل، د ګوزڼ په اړه له رسنيو او نورو لارو کېدونکو تبليغاتو د خلکو پوهاوی زيات کړی دی. د ده په وينا زياتره خلک پر دې پوه شوي دي، چې ګوزڼ د ماشومانو دايمي معلولوونکې ناروغي ده.

احمدشاه وويل "کله چې له واکسين څخه زموږ د کورنۍ يا ګاونډيانو ماشومان پاتې کېږي، نو صحي رضاکار ته تليفون کوو، ځکه چې شمېرې يې موږ لرو. دا زموږ مسووليت دی چې خپل ماشومان واکسين کړو او ښه راتلونکی ولري."

د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټرګل محمدين منګل وايي، د پوليو ضد کمپاينونو پرمهال له صحي رضاکارانو سره د خلکو ونډه مخ پر زياتېدو ده اولامل یې په پراخه کچه کېدونکی عامه پوهاوی بولي.

له واکسين څخه د ماشومانو د پاتې کېدو لاملونه د ماشومانو ويده کېدل، د خوښۍ مراسم او ځينې نور بلل شوي، خو د عامې روغتيا د رئيس په وينا اوس يې د خلکو په همکارۍ ماشومانو ته رسيده ګي ډېره شوې ده.

هغه وويل "که کوم ماشومان د پوليوضد واکسين څخه محروم شي او په هغوی کې که کوم يو يې د پوليو ويروس ولري، نو دا ويروس په ډېرې چټکۍ سره شاوخوا ماشومانو او سيمو ته خپرېږي او د ماشومان د فلج لامل ګرځي."

ديني عالم محمد عارف د ګوزڼ ناروغۍ په محوه کولو کې پر صحي رضاکارانو او نورو روغتيايي مسوولينو سربېره د عامو خلکو ونډه هم ډېره مهمه او اسلامي وجيبه بولي.

هغه له خلکو وغوښتل، چې د کمپاين په هره دوره کې هر ماشوم ته د دوو څاڅکو واکسين په وسيلې سره د خپلو ماشومانو دايمي روغتيا تضمين او حق يې ادا کړي.

مولوي عارف زياته کړه "د دومره علماوو د فتوی ګانو سربېره که بيا هم څوک خپلو اولادونو ته د ګوزڼ ضد په ورکړه کې غفلت کوي، نو دا مناسبه نه ده. حضرت پيغمبر ص فرمايلي دي، چې؛ ”پاکي د ايمان جز دی‟، زموږ دين په هره برخه کې څېړنې کړي او په هره برخه کې تحقيقات موجود دي، نو زموږ دين وقايوي طب هم دی."

له تېرو دريو کلونو راهېسېپه خوست کې د ګوزڼ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې ، خو د ډاکټرانو په وينا د پکتيکا د برمل ولسوالۍ د تېرکال مثبتو پېښو له امله د شاوخوا ټولو سيمو ماشومان د پوليو ويروس له خطر سره مخ دي.

روغتيا کارکونکي وايي، تر هغه چې په افغانستان کې د پوليو يوه مثبته پېښه هم موجوده وي، هيڅ بل ماشوم د دې معلولوونکې ناروغۍ له خطر څخه خوندي نه دی.

XS
SM
MD
LG