د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې تښتول شوې هندۍ کارکوونکې ژغورل شوې


میرمن جودیت ډي سوزا د جوزا د میاشتې په ۲۲ د شپې په مهال د کابل ښار د تایمني له سیمې تښتول شوې وه.
میرمن جودیت ډي سوزا د جوزا د میاشتې په ۲۲ د شپې په مهال د کابل ښار د تایمني له سیمې تښتول شوې وه.

په کابل کې پولیس وايي چې جودیت ډي سورا د جمعې د ورځې له ماسپښین وروسته په کابل کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د سړي تښتونکو له منګلو ژغورل شوې ده.

د کابل پولیس وایي، چې دا هندۍ ښځه د جمعې په ورځ په کابل کې د سړي تښتوونکو د یوې ډلې له منګلو راخوشې شوې ده.

د کابل د پولیسو د جنایي جرمونو سره د مبارزې رئیس جنرال فریدون عبیدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې که څه هم میرمن جودیت ډي سوزا راخوشې شوې خو د هغې ډلې پر وړاندې لاهم د پولیسو عملیات روان دي چې دا هندۍ ښځه یې تښتولې وه.

جنرال عبیدي وویل " دا هندۍ ښځه د کابل په چاپیریال کې د جمعې د ورځې له غرمې وروسته د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې چې لا هم روان دي راخوشې شوې ده ".

میرمن جودیت ډي سوزا چې په افغانستان کې د آغا خان له بنسټ سره کار کاوه نږدې څلویښت ورځې وړاندې د کابل د ښار د تایمني په سیمه کې د سړي تښتوونکو د یوې ډلې له خوا وتښتول شوه.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت، د تښتوونکو له منګلو په کابل کې د یوې تښتول شوې هندۍ ښځې راخوشې کیدل تائید کړي دي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې میرمن سوشما سورج د خپلې ټویټر په پاڼه لیکلي، چې میرمن جودیت ډي سوزا په راخوشې کیدو خوشاله شوې ده.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې د میرمن ډي سوزا سره یې خبرې کړي، روغتیایي حالت یې ښه دی او ژر به هغه خپل هیواد ته ستنه شي.

همداشان میرمن سوشما سورج، د افغان حکومت او په کابل کې د خپل سفارت څخه هم د میرمن ډي سوزا راخوشې کولو د هڅو څخه مننه کړې ده.

میرمن جودیت ډي سوزا د جوزا د میاشتې په ۲۲ د شپې په مهال د کابل ښار د تایمني له سیمې تښتول شوې وه.

میرمن ډي سوزا له یوکال راهیسې د آغاخان بنسټ سره په افغانستان کې کارکوه.

دا بنسټ د تیرو څوارلسو کالو راهیسې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې تاریخي ابداتو د خوندیتوب ترڅنګ په بیلابیلو برخو کې کارکوي.

XS
SM
MD
LG