د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استقلال ورځې په مناسبت پوځي رسم گذشت کیږي


سږکال د استقلال د ورځې په اورلوبو باندې ٧٥٠٠٠٠ ډالره مصرف کیږي
سږکال د استقلال د ورځې په اورلوبو باندې ٧٥٠٠٠٠ ډالره مصرف کیږي

د جولای په څلورمه نیټه د سپینې ماڼۍ نه د کانگرس تر ودانۍ پورې سیمه کې به دا لمانځنې بې ساري او ځانگړي وي.

په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۴) په واشنگتن ډي سي کې د لنکین د یادگار مجمسې مخې کې ملت ته وینا وکړي. ولسمشر ترمپ د امریکا د استقلال په مناسبت په یو غیر معمول ډول د تانکونو او جنگي جت الوتکو د رسم گزشت امر ورکړی.

ځیني امریکائیان ددغو ځانگړو مراسمو هرکلی کړی خو ځینې نور بیا ولسمشر په دې تورنوي چې دغه مراسم یې سیاسي کړي او ورنه د ٢٠٢٠ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو د کمپاین په توگه کار اخلي.

د امریکا په سړکونو د جنگي ټانکونو، زره دارو موټرو او په اسمان کې د جنگي جت الوتکو پرواز لیدل معموله خبره نده. د امریکا د ولسمشر وینا هم د دې مراسمو په ویاړ معمول دود ندی. خو ولسمشر ترمپ وایي هغه غواړي د امریکا پوځ ته ویاړ وروبښي. منتقدین ترمپ تورنوي چې د امریکا یوه رخصتي ورځ ته چې تل په دودیزه طریقه لمانځل کیږي او ټول امریکایان سره یوځای کوي، سیاسي بڼه ورکوي. ځیني خلک بیا د دغه فرصت هرکلی کړی چې ولسمشر وگوري.

ترمپ په ٢٠١٧ کال کې د فرانسې په پاریس کې د بستیل ډې د پوځي رسم گذشت تر تاثیر لاندې راغلی و او ویلي و چې غواړي داسې مراسم په واشنگتن هم ترسره کړي.

په جاپان کې تیره اونۍ د جي شل د غونډې په مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ولسمشر ترمپ ته په ٢٠٢٠ کې په مسکو کې د دویمې نړیوالې جگړې په رسم گذشت کې د گډون بلنه ورکړې ده او ویل شوي چې ولسمشر ترمپ هم دې وړاندېز ته لیوالتیا ښودلې ده.

ځیني امریکایان بیا د پوځي رسم گذشت د مصارفو په اړه پوښتنې کوي او وايي چی لگښت یې د امریکایي مالیه ورکونکو له جیبونو ځي او صرف د ولسمشر ترمپ په امر د پوځي زور د نمایش لپاره ترسره کیږي.

د دې مراسمو مخالفین اجازه اخیستې ده چې د رسم گذشت په ځای کې یو لوی بالون چې ترمپ د یو ماشوم په توگه ښکاروي په هوا کړي.

د امریکا په پلازمینه واشنگتن کې د استقلال د ورځې اورلوبې ډیر شانداره وي.

ولسمشر ترمپ ژمنه کړې چې سږکال اورلوبې به تر ټولو سترې اورلوبې وي. د جولای څلورم باندې به د واشنگتن په فضا کې د اورلوبو څخه د امریکا یو لوی بیرغ جوړ شي.

سږکال اورلوبې به ٣٥ دقیقې دوام وکړي چې د نورو کلونو په پرتلې دوچنده زیات وخت وي. د اورلوبو نمایش به په یو مایل مسافه کې تر سره شي چې د نورو کلونو په پرتله څلور چنده زیاته مسافه ده.

دوو امریکایي شرکتونو موافقه کړې ده چې په دغو لمانځنو کې یوازې د اورلوبو لکښت چې اوه نیم لکه ډالره اټکل شویبه ورکړي.

XS
SM
MD
LG