د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال ۲۰۲۶نړیوال جام د غوراوي سیالۍ: د افغانستان او هند لوبه مساوي شوه


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

د فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام او د اسیا د ۲۰۲۷ د غوراوي په سیالیو کې د افغانستان او هند ترمنځ لوبه صفر صفر مساوي شوه.

دا لوبه د پنجشنبې په ماښام مارچ ۲۱ (حمل دویمه) د سعودي عربستان د خمیس ښار د ضمک په لوبغالي کې وشوه. دواړو لوبډلو د ګول وهلو ځینې فرصتونه او چانسونه له لاسه ورکړل.

د افغانستان په لوبډلې کې اویس عزیزي، اسلام الدین امیري، محبوب حنفي، جبار شرزه، حبیب الله عسکر، مصور احدي، رحمت اکبري، امید پوپلزی، توفی سکندري، دوالفقار نظري او شریف محمد وو.

افغانستان تر دې مخکې د ۲۰۲۶ د نړیوال جام د غوراوي د دویم پړاو په سیالیو کې په قطر او کویټ باندې لوبې بایللې وې او له همدې کبله یې له هند څخه یې د لوبې ګټلو ته ډېره اړتیا لرله.

ټاکل شوې چې افغانستان به څو ورځې وروسته بیا له هند سره لوبه وکړي. افغانستان د دغو سیالیو په جدول کې د کویټ، قطر او هند سره په ګروپ کې دی. په دې ګروپ کې قطر تر دې دمه خپلې درې واړه لوبې ګټلې او لومړی مقام لري.

هند یوه لوبه بایللې، یوه یې ګټلې او یوه یې مساوي کړې ده او په جدول کې دویم دی. کویټ بیا یوه ګټلې او دوې یې بایللې او درېیم دی. افغانستان دوې بایللې او یوه یې مساوي کړې ده او د څلورو لوبډلو په جدول کې تر دې دمه اخر دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG