د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې د افغانستان د ښځو فوټبال لوبغاړې هیله لري‌ بېرته خپل هېواد ته ستنې شي


په جرمني کې په تمرین بوختې افغانې لوبغاړې
په جرمني کې په تمرین بوختې افغانې لوبغاړې

د افغانستان د ښځو د فوټبال یو شمېر لوبغاړې چې په تیرو دوو کلونو کې جرمني ته کډه شوي، په دغه هېواد کې خپلو تمرینونو ته دوام ورکوي او هیله منې دي چې یوه ورځ وکولای شي بیرته خپل هېواد ته ستنې شي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې ښځې له ورزش څخه منع شوي او د فوټبال په شمول د ډیرو لوبو زیاتره ښځینه لوبغاړي له افغانستان څخه وتلي دي.

جرمني ته تللې افغانې فوټبالرانې وايي، په هېواد کې یې پر ورزش بندیز لګول شوی ځکه غواړي په بهر کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په جرمني کې په تمرین بوختې افغانې لوبغاړي هڅه کوي چې ددغه هېواد په ملي لوبډله او نور ځايي ټیمونو کې ورته د لوبېدو فرصت برابر شي. لوبغاړې مژګان افضل د ګڼو نورو لوبغاړو سره تازه د جرمني د نجونو د ۱۵ او ۱۷ کلنو د ملي لوبډلې لوبغاړو د غوراوي په یو روزنیز کورس کې ګډون کړی و.

مژګان افضل وویل: "دا روزنیز کورس چې د یوې اوونۍ لپاره جوړ شوی و، په مجموع کې په جرمني کې د فوټبال لوبو په اړه و چې ډېر ګټور و. "

بله افغان لوبغاړې تمنا خروشان، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر ورزش بندیز خواشینونکی بولي او هغو ښځينه لوبغاړو ته اندېښمنه ده چې په افغانستان کې پاتې دي.

تمنا خروشان وویل: "زموږ زیات شمېر ملګرې په افغانستان کې پاتې دي. په خواشینۍ سره هغوی ورزش نه شي کولای، درس ته نه شي تللی، په کور کې ناستې دي او د خپګان سره مخ دي."

ددغو لوبغاړو روزونکی علي عسکر لعلي وايي، هڅه کوي ترڅو افغان لوبغاړې وتوانیزي چې په جرمني کې د فوټبال د لوبو په سیستم کې شاملې شي.

جرمني کې د افغان فوټبالرانو روزونکی علي عسکر لعلي
جرمني کې د افغان فوټبالرانو روزونکی علي عسکر لعلي

هغه وویل: "د لوبغاړو دپاره په دایرو شویو کورسونو کې د افغانستان د فوټبال پخوانۍ ۱۳ لوبغاړي برخه لري. موږ هیله لرو ټولو افغان لوبغاړو ته چې جرمني ته تازه راغلي، ددې زمینه برابره کړو چې د جرمني د ورزش به سیستم کې داخل شي."

د جرمني د ورزش چارواکي وايي، دغه هېواد ته د کډه شویو افغان لوبغاړو د ورزشي سویې پر لوړولو کار کوي او هڅه کوي چې دغه لوبغاړي په ځايي لوبډلو کې ومنل شي.

د جرمني د المپیک چارواکې سیلین بابیچ وايي، دا اووم ځل دی چې د فوټبال افغان لوبغاړو لپاره دغه ډول روزنیز پروګرام چمتو کوي.

هغه وايي: "په پیل کې به یوازې نارینه لوبغاړو پکې ګډون کاوه، خو اوس پکې میرمنې هم برخه اخلي. موږ ویاړو چې سږکال ۱۳ نجونو او لسو نارینه وو په دې پروګرام کې ګډون کړی وو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG