د لاس رسي وړ اتصالات

هند د پوځ، هوايي ځواک او استخباراتو نوي مشران وټاکل


د هند نوی لوی درستیز د کشمیر په لانجمنې سیمې کې د کار لویه تجربه هم لري
د هند نوی لوی درستیز د کشمیر په لانجمنې سیمې کې د کار لویه تجربه هم لري

په هند کې په پوځی او استخباراتو څوکیو کې تازه بدلونونو سیاسي ناندرۍ پارولي دي.

هند په خپلو پوځي او استخباراتي برخو کې د بدلونونو په لړ کې د پوځ، هوايي ځواکونو او استخباراتو نوي مشران وټاکل.

دا اقدام د هند د پوځ د دوو لوړپوړیو چارواکو له تقاعد کېدلو یوازې دوه اونۍ مخکې کیږي.

د لوی درستیز مرستیال ډګرجنرال بایپن روات د تقاعد کېدونکي لوی درستیز، جنرال دلبیر سنګ سوهاک، پر ځای ګمارل شوی دی.

د هوايي ځواکونو جنرال او د جنګي الوتکو پیلوټ، بېرند سنګ دهانوا، د هند د هوايي ځواکونو د مشر اروپ راها پر ځای ټاکل شوی دی.

ښاغلی روات د ترهګرۍ د مخنیوي کارپوه دی خو اوس ورته تر ټولو لوړ پوځي مقام ورکړل شوی دی.

ښاغلی روات د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په لانجمنې کرښې کې د کار کولو تجربه هم لري.

د دغو ټاکنو په لړ کې، انیل دسمانا د هند د بهرني استخباراتو او پلټنو او راجیف جاین د هند د کورنیو استخباراتو د نویو مشرانو په توګه د دوو دوو کلونو لپاره ټاکل شوي دي.

سیاسي ناندرۍ

د رویټرز خبري اژانس د هند د حکومت د یو مخکني وزیر منیش تواري خبره اخیستې ده چې وايي ولې په دندو کې د نویو کسانو په ګمارلو کې کاري تجربه او سابقه په پام کې نه نیول کیږي.

همدغه راز د هند کمونست ګوند هم پر دغې ګمارنې نیوکه کړې ده، خو د هند د واکمن ګوند ( بي جی پي) ویاند وویل چې دا د سیاسي بحث مسئله نه ده.

هغه وویل "حکومت هر څوک چې مناسب وګڼي پر دندې ګماري". هندي مطبوعات وايي چې د ۱۹۸۳ کال راهېسې دا لومړی ځل دی چې د هند د متقاعد کېدونکو لوړ پوړیو پوځي مشرانو پر ځای ډېر تجربه کاره او سابقه کار کسان نه ګمارل کیږي.

XS
SM
MD
LG