د لاس رسي وړ اتصالات

هند د بېلتون غوښتونکو سیکانو مشر ونیو  


د هند پولیسو د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۳ (وري ۳) یو سیک بېلتون غوښتونکی د یو میاشتني اوږد لټون وروسته ونیو، کوم چې په بریتانیا، کاناډا او متحده ایالاتو کې د اوسیدونکو هندي ټولنو ترمنځ د لاریونونو او ورانکاریو لامل شو.

امرتپال سینګ د هند په شمالي ایالت پنجاب کې د خالصتان په نامه د سیکانو د یو جلا هیواد د جوړیدو غوښتنه کوي، هغه مبارزه چې په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰لسیزو کې یې په هند کې وژونکی تاوتریخوالی رامینځته کړ.

پولیسو وویل چې د استخباراتي معلوماتو وروسته یې هغه کلی محاصره کړ چې ویل شوي وو امرتپال سینګ هلته په ګوردواره یا د سیکانو په معبد کې دی او په سیمه ییز وخت د سهار په شپږ بجو او ۴۵ دقیقو هغه ونیول شو.

د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي سوچین سینګ ګیل، خبریالانو ته وویل: "کله چې یې پیغام ترلاسه کړ چې د تیښتې لاره نه لري او محاصره شوی، هغه ونیول شو."

۳۰ کلن امرتپال سینګ خپل ځان د جرنیل سینګ بهندرانوال په څیر جوړ کړی و چې د خالصتان د غورځنګ مشر و او هغه وخت ووژل شو چې د هند پوځ په ۱۹۸۴ کال کې په امرتسر کې د سیکانو په طلایی معبد باندې برید وکړ.

امرتپال سینګ، جرنیل سینګ بهندرانوال ته په ورته سټایل نیلي پګړۍ اغوندي او د راپورونو له مخې تیر کال یې د مخ د جراحي لپاره د پخواني شوروي اتجاد جمهوریت ګرجستان ته سفر وکړ چې څیره یې د خپل اتل په څیر شي.

امرتپال سینګ او د هغه ملاتړو، چې په تورو، چاقو او ټوپکو سمبال وو، د فبرورۍ په میاشت کې وروسته له هغه چې د هغه یو همکار د برید او تښتونې د هڅې په تور ونیول شو، د پولیسو په یو مرکز برید وکړ.

چارواکو بیا د مارچ میاشتې په نیمایي کې د سینګ د نیولو هڅه وکړه، خو د راپور له مخې هغه په یوه ګوردواره کې د جامو له بدلولو وروسته په ډراماتیک ډول په موټرسایکل سپور وتښتید.

د هغه د لټون لپاره د زرګونو افسرانو په ګمارلو سره، مقاماتو په پنجاب ایالت کې چې ۳۰ میلیونه نفوس لري او سیکان په کې اکثریت دي د څو ورځو لپاره په انټرنیټ بندیز لګولی و.

پدې عملیاتو کې د هغه له سلو څخه ډیر د سینګ پیروان ونیول شول او په سلګونو کیلومتره لرې زندانونو ته انتقال کړل شول. پولیسو په ځینو سیمو کې د څلورو څخه د زیاتو خلکو په راټولیدو بندیز هم لګولی و.

سینګ د مارچ په وروستیو کې یوه ویډیو خپره کړه چې پکې یې چارواکي غندلي وو او د پولیسو عملیات یې "د سیکانو په ټولنې برید" بللی و.

هغه ویلي: "زه نه پخوا له نيول کېدو ډارېدم او نه اوس. زما روحیه لوړه ده. هيڅوک ما ته زيان نه شي رسولى. دا د خداى فضل دى."

د هغه د لټون عملیاتو په بریتانیه، کاناډا او متحده ایالاتو کې د هند د قونسلګریو بهر د سیکانو احتجاجونه راوپارول.

مظاهره کوونکو په سانفرانسیسکو کې کړکۍ ماتې کړې، په لندن کې یې د هند د عالي کمېشنرۍ مخې ته د هند بیرغ راښکته کړ، او د راپورونو له مخې د کاناډا په انټاریو کې یې د ګاندي مجسمې ته اور ورته کړ.

د هند حکومت ددې کار په غبرګون کې د امریکا، بریتانیې او کاناډا لوړپوړي ډپلوماټان راوغوښتل چې ورته شکایت وکړي او په خپلو هیوادونو کې د هندي ماموریتونو د ښه امنیت لپاره پرې فشار راوړي.

پنجاب ایالت چې شاوخوا ۵۸ سلنه نفوس یې سیکان او ۳۹ سلنه هندوان دي، لومړی ځل د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو په ترڅ کې د خالصتان د غورځنګ د بیلتون غوښتونکو د تاوتریخوالي په نتیجه کې ولړزید او په زرګونو خلک ووژل شول.

په ۱۹۸۴ کې تاوتریخوالی وروسته له هغه اوج ته ورسید چې د سخت دریځه جرنیل سینګ بهندرانوال په مشرۍ د څو سوو سخت دریځو بیلتون غوښتونکو په وړاندې چې ځینې یې په وسلو سمبال وو، د طلایی معبد دننه برید وشو.

ددې کار په وجه څو میاشتې وروسته د هند صدراعظمه اندرا ګاندي د خپلو سیک ساتونکو له خوا ووژل شوه، چې په پایله کې یې په نوي ډهلي او نورو ځایونو کې د سیکانو پر ضد پاڅونونه وشول، چې په ترڅ کې یې څو زره کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG