د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د چین په ۴۳ موبایل اپلیکیشنونو بندیز ولګید


هند د سه شنبې په ورځ د علي بابا شرکت د اپلیکیشن په ګډون ۴۳ چینایي موبایل اپلیکیشنونه بند کړل.

د چین سره د همالیا په سرحد کې د وروستي څو میاشتني کړکیچ وروسته دا د هند له لورې د آنلاین سانسور نوې لړۍ ده چې موخه یې د چین په نښه کول دي.

دغه ۴۳ اپلیکیشنونه چې ډیری یې چینایي دي او د لیدنې کتنې او مینې څو اپلیکیشنونه هم په کې شامل دي، د هند د تکنالوژۍ وزیر د یوې اعلامیې له مخې «د هند حاکمیت او یووالی» ګواښي.

هند دمخه هم څه دپاسه ۱۷۰ اپلیکیشنونه بند کړي وو او ویلي یې وو چې دا پروګرامونه د خلکو شخصي معلومات راټولوي او شریکوي چې په وینا یې کیدای شي د هند دولت ته ګواښ پیښ کړي.

دغه اقدامات چې د هند د تکنالوژۍ چارو وزیر د «آنلاین برید» سره پرتله کړي وروسته له هغې پلي شول چې د جون په میاشت کې د همالیا په یوې سرحدي سیمه کې د چینایي پوځیانو سره په تاوتریخوالي کې ۲۰ هندي سرتیري ووژل شول.

په هند کې د چین سفارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی په «مطلقه توګه» دغه بندیز غندي. خو د علي بابا شرکت پدې هکله د تبصرې لپاره د رویترز اژانس غوښتنې ته ځواب ندی ویلي.

د هند دغه اقدام د چین د علي بابا سوداګریز شرکت ته یو بل ګزار دی چې د پي ټي ام په نامه د هند تکنالوژي په شرکت کې یې ستره پانګونه کړې او د بیګ باسکټ په نامه د آنلاین بازار ملاتړی هم دی.

سره له دې چې د علي اکسپریس شرکت د والمارت، فلیپکارت او امازون په پرتله د هند په الکترونیکي سوداګرۍ کې عمده لوبغاړی ندی، خو بیا هم د هند په کوچنیو سوداګریو کې مشهور دی چې هندیان یې د ارزانه توکو د رانیولو لپاره کاروي.

XS
SM
MD
LG