د لاس رسي وړ اتصالات

انګلنډ؛ د تېر نړیوال جام اتل په روان جام کې خپله پنځمه لوبه هم وبایلله


محمد شامي د انګلنډ څلور لوبغاړي اوټ کړل
محمد شامي د انګلنډ څلور لوبغاړي اوټ کړل

هند د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام په روانو سیالیو کې د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ (لړم اوومه) انګلنډ ته په ماتې ورکولو سره خپله شپږمه پرلپسې لوبه وګټله.

په دې بري سره هند د لسو هېوادونو په جدول کې لومړي مقام ته پورته او انګلنډ لسم مقام ته ښکته شو. لوبه د هند په لکهنو کې وه.

هند انګلنډ ته د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه خو، د انګلنډ ټول لوبغاړي په ۱۲۹ منډو کې اوت شول.

د هند کپتان روهیت شرما ۸۷ او سریاکمار یادوف ۴۹ منډې وکړې. ویرات کوهلي چې په تېرو څو لوبو کې ښه ځلېدلی و، له کومې منډې پرته اوټ شو.

په هندي اتوپ اچوونکو کې محمد شامي تر ټولو ډېر څلور انګلنډي لوبغاړي اوټ کړل. بومرا هم درې لوبغاړي وسوځول.

لیام لیونګسټن یوازینی انګلنډي لوبغاړی و چې ۲۷ منډې یې وکړې او په نورو لوبغاړو کې یو هم تر ۲۰ پورته منډې نکړې.

د انګلنډ ډیویډ ویلي درې، عادل رشېد او کریس ووکس ۲-۲ او مارک ووډ یو هندي لوبغاړي اوټ کړل.

سبا دوشنبه د سري لانکا او افغانستان لوبه ده. دوي دواوه پنځه-پنځه لوبې کړې او دوې-دوې لوبې یې ګټلې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG